په آلمان کې یو افغان د طالبانو د غړي په تور نیول شوی
۱۳۹۵ آذر ۱۲, جمعهد آلمان فدرال څارنوال د جمعې په ورځ وویل چې حکمت ت. [د تخلص مخفف] یوه ورځ مخکې (د پنجشنبې په ورځ) د طالبانو ترهګر سازمان د غړیتوب په تور نیول شوی دی.
څارنوالان شک لري چې دغه کس په ۲۰۱۳م کال کې له طالبانو سره یو ځای شوی وو او د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کې یې په دوامداره توګه ګډون کړی.
په خپره شوې بیانیه کې نه دي راغلي چې دغه کس د آلمان په کوم ښار کې نیول شوی دی او دا چې هغه په آلمان کې څه کول. د هغه بشپړ نوم هم د آلمان د قوانینو له مخې نه دی بربنډ شوی.
نژدې شل ورځي مخکي هم په آلمان کې يو ۱۷ کلن افغان چې نوم يې عبدالله ښوول شوی وو، له يوې بهرنۍ ترهگري ډلي سره د اړيکو په تور نيول شوی وو.
پر عبدالله باندي هم تور دی چې په افغانستان کې يې له طالبانو سره اړيکي لرلې او په ۲۰۱۳م کال کې يې په افغانستان کې په جگړييز ماموريت کي برخه اخيستې وه.
په وروستیو کلونو کې په زرونو افغانان آلمان ته راغلي دي او په دې هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړې ده.
زموږ له ارشیف څخه د انځورونو یوه ګالري: