1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې له طالبانو سره په همکارئ افغانان محاکمه شوي

۱۳۹۶ مرداد ۷, شنبه

په آلمان کې یوې محکمې په دوو جلا پیښو کې دوه افغان مهاجرین چې له طالبانو سره پر همکاری تورن وو، محاکمه کړي. له دوی څخه یو یې تورن وګڼل شو او بل یې آزاد کړل شوی. په آلمان کې له طالبانو سره د مرستو په تور محکمې ډیرې شوي.

https://p.dw.com/p/2hMBD
Frankfurt a.M. Urteil im Prozess Teufelsaustreibung
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst

د آلمان څارنوالی ویلي دي چې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو سره د مرستې په تور یو کس په دې هیواد کې محکمه شوی او په خپل جرم محکوم شوی دی. دغه افغان مهاجر د وسلوالو طالبانو د غړیتوب او په یوه برید تورن دی چې پکې یو امریکايي سرتیری وژل شوی وو.

د آلمان یوې فدرالي څارنوالی په دې هکله وویل چې دغه کس ۲۰ کاله عمر لري او افغان تبعه دی. د آلمان په مونشن ایالت کې د دې کس نوم عبدالمقدس س. ښوول شوی دی. په آلمان کې د قانون له مخې د شخصي معلوماتو د خوندیتوب له امله د یو تورن کس بشپړ نوم نه خپریږي. دغه کس په آلمان کې د یوې ترهګرې ډلې په غړیتوب، وژنې، د وژنې په هڅه او همدا راز د وسلو د انتقال د قانون په ماتولو محکوم شوی.

د امریکايي سرتیري وژنه

یادې څارنوالی ویلي چې په ۲۰۱۳م کال کې دغه کس د طالبانو غړی وو او له همدې وسلوالې ډلې یې د وسلې استفاده زده کړې ده. نوموړي کس بیا وروسته پر افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي ځواکونو باندې په دوو بریدونو کې برخه اخیستې وه.

څارنوالی همدا راز زیاته کړې چې په دوهم برید کې چې د ۲۰۱۴م کال په پیل کې ترسره شوی، د امریکايي ځواکونو یو اته یا ۹ موټریز کاروان په نخښه شوی چې پکې لږ تر لږه یو امریکايي سرتیری وژل شوی او دوه نور سرتیري پکې ټپیان شوي وو.

دغه افغان مهاجر د روان کال په فبروري میاشت کې په آلمان کې ونیول شو. پر نوموړي کابل ته د یو شمیر بمونو د انتقال تور هم دی. دغه بمونه د وسلوالو د ځینو ځايي قوماندانانو لخوا جوړ شوي وو؛ داسې بمونه چې د ریموټ کنټرول له لارې چاودل کیدای شي.

Deutschland Köln - Urteil gegen acht Männer aus der Salafisten-Szene
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د دوهم تورن کس ازادي

په یوه بله پیښه کې د آلمان یوې محکمې له طالبانو سره د اړیکو لرلو په تور د یول بل کس د دوسیې په هکله پریکړه کړې. دغه ۳۰ کلن کس افغان دی او نوم یې عبدالله پ. ښول شوی. هغه هم د وسلوالو طالبانو د غړیتوب په تور نیول شوی وو.

پر هغه باندې تور وو چې نوموړی د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸م کلونو په ترڅ کې د طالبانو غړیتوب درلود. پر هغه باندې تر ټولو دروند تور دا وو چې نوموړي په یوه داسې برید کې برخه اخیستي وه چې پکې افغان او امریکايي پوځیان په نخښه شوي او دا شک کیږي چې په دې برید کې ۱۶ امریکايي سرتیري وژل شوو وي.

دغه کس د مارچ په میاشت کې د آلمان د پولیسو لخوا له ترهګرو او له بهرنۍ ترهګرې ډلې سره د اړیکو لرلو په تور نیول شوی و، خو څارنوالی د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د دې کس پر ضد د ډیرو شواهدو او اسنادو د نه موندلو له امله هغه د محکمې لخوا آزاد کړل شو. په دې صورت کې نور داسې قانوني دلیلونه نه لیدل کیدل چې هغه دې نور په زندان کې وساتل شي.

په دې وروستیو کې په آلمان کې د داسې افغان مهاجرینو دوسیې ډیرې شوي، چې پکې افغان مهاجرین له طالبانو او یا ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرلو ادعا کوي. آلماني چارواکو ویلي دي چې ځینې افغان پناه غوښتونکي د دې له پاره چې په آلمان کې قبول او یا پاتې شي او یا هم د خپل اخراج مخنیوی وکړي، په داسې ادعاوو لاس پورې کوي.