1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې هر مهاجر د بانکي حساب لرلو مستحق دی

آژانسونه/ش. ن۱۳۹۵ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

شاوخوا یو میلیون انسانان به د بانکي حساب خاوندان شي. د رواني میاشتي تر ۱۹ نېټې وروسته په آلمان کې هر انسان مستحق دی چې شخصي بانکي حساب ولري. ټول بانکونه د دغو خدماتو په وړاندي کولو مکلف شوي.

https://p.dw.com/p/1J67I
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth

د رواني میاشتې تر ۱۹ نیتې وروسته د آلمان هر یو تبع بې له استثناء څخه حق لري چې بانکي حساب ولري. دغه نوې قانون به تر ټولو په لومړي قدم کې د بې سرپناه او پناه غوښتونکو له پاره ډیره گټه ولري، په ځانگړي توگه هغه کسان چې په آلمان کې د موقتي پناه په اجازې سره ژوند کوي.

ولې دغه قانون تصویب شو؟

ډیری آلمانان په دغه هیواد کې بې له بانکي حساب څخه د ژوند په هکله اصلاً هیڅ فکر نه شي کولای. هو! تر اوسه پورې په آلمان کې ډیرو بانکونو زړه نه ښه کاوه چې بې سرپناه او پناه غوښتونکو ته بانکي حساب جوړ کړي.

له ۱۹۹۵م کال راهيسي په اصطلاح دا چې هر یو شخص دې په آلمان بانکي حساب ولري دا پخپله د بانکونو ژمنتیا او پریکړې پورې اړه درلوده. د ۲۰۱۲م کال په سپټمبر میاشت کې د شپارکسه «Sparkassen» په نوم مشهور بانک یوه بیانیه خپره کړه.

په دغه بیانیه کې نوموړي بانک خپلې ټولې سیمه ایزي څانکې مکلف گرځولي وې چې په خپل شاوخوا کې لږ تر لږه هر یو شخص ته بې له دې چې د هغه ملیت یا تابعیت په پام کې ونیول شي، د پیسو د ساتلو بانکي حساب جوړ کړي (البته که یو شخص یې د جوړولو خواهش ولري).

آیا دې کفایت نه کاوه؟

آلماني سیاستوال په داوطلبانه شکل د دغه اقدام له عملي کیدو څخه خوښ نه ول. بې سرپناه او مهاجر به ډیر وختونه د بانکونو له خوا جوابیدل، دا ځکه چې دوی به نه هم کوم ثابت کور او نه هم اسناد یا تذکیره درلوده.

د مخکې له مخکې اټکلونو له مخې شاوخوا ۶۷۰ زره انسانانو په آلمان کې بانکي حساب نه درلود. لږ تر لږه تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د مهاجرو د سیاست په برخه کې تر بدلون وروسته واضحه شوه چې د بانکي حساب جوړونکو په شمیر کې ډېرښت راغلی دی. د وړاند وینو له مخي په مارچ میاشت کې د آلمان د سنا مجلس له خوا نهایې شوی قانون به شاوخوا د یو میلیون انسانانو په گټه تمام شي.

په دغه بانکي حساب سره څوک پور اخيستلای نه شي. ټول بانکونه مکلف شوي دي چې د غوښتني په صورت کې مراجعینو ته د کریدت اساس یا پیسو جمع کولو بانکي حساب خدمات وړاندي کړي.

دا ډول کسان به تر اوسه پورې یوازي د ځنو شپار کسه Sparkassen او Volksbanken یا ولسي بانکونو، له خوا منل کیدل. د دا ډول بانکي حساب د جوړولو له پاره یوازنې شرط دا دی، چې دغه شخص باید په اروپایې اتحادیه کې په قانوني شکل ثبت یا ژوند کوي.

د دغه بانکي حساب درلودونکی یو کارت ترلاسه کوي او په دې کارت سره کولای شي چې پيسې واستوي. خو دوی نه شي کولای د پيسو د اتومات ماشین څخه پيسې وباسي. تر اوسه پوري ۲۵۰ زره مهاجرو دا ډول بانکي حسابونه جوړ کړي دي.