1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې میشت مسلمانان

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د آلمان حکومت د اټکلونو له مخې په دغه هیواد کې له ۳،۸ څخه تر ۴،۳ میلیونه پورې مسلمانان اوسیږي. د هغوی ۴۵سلنه د آلمان تابعیت لري. مسلمانان د دغه ۸۲ میلیوني هیواد د نفوس له ۴،۶ څخه تر ۵،۲ سلنه برخه جوړوي.

https://p.dw.com/p/1IYPV
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

په آلمان کې د میشتو مسلمانانو د دقیق شمیر په هکله نوي ارقام نه شته . د هغو څیړنو له مخې چې د آلمان حکومت په لارښونه په ۲۰۰۸ کال کې ترلاسه شوې وه، په آلمان کې د مسلمانانو دری پر څلورمه برخه (۷۴سلنه) یې سني مذهبه دي.

د دوی ۱۳ سلنه علويان او ۷ سلنه یې شعیه گان دي. پاتې نور مسلمانان د کوچنیو اسلامي ټولنو لکه احمدیه، اباضیه او اسلامي عرفان یا تصوف مذهبې ډلو پورې اړه لري.

د دغو ارقامو له مخې د هغو سنیانو شمیر چې د سلفي ډلې پورې اړه لري، او د سخت دریځه مسلمانانو په کتار کې شمیرل کیږي د ۷۰۰۰ په شاوخوا کې اټکل کیږي. همدارنگه هغه کډوال چې په دې وروستیو میاشتو کې له منځني ختیځ او نورو اسلامي هیوادونو څخه آلمان ته مهاجر شوي دي، په دغو ارقامو کې نه دي شامل.

په آلمان کې د مسلمانانو مختلفې ډلې

د دغې څیړنې له مخې په آلمان کې ۲،۵ میلیونه مسلمانان ترکان دي چې په دغه هیواد کې د مسلمانانو تر ټولو لویه قومي ډله تشکیلوي. یا په بل عبارت په آلمان کې د میشتو مسلمانانو ۶۳ سلنه یې ترکان دي.

تر ترکیې وروسته په دویم قدم کې په آلمان کې ۱۴ سلنه مسلمانان د سویل ختیځ اروپایې هیوادونو لکه بوسنیا، بلغاریا او آلبانیا څخه دي. د منځني ختیځ ۸ سلنه، او د شمالي افریقا او ایران ۷ سلنه مسلمانان په آلمان کې ژوند کوي.

په ۲۰۰۹ کال کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د څیړنې له مخې، د ۸۶ سلنه پوښتل شوو مسلمانانو، ۵۰ سلنو یې ویلي دي چې مذهبي دي او ۳۶ سلنو یې ویلي دي چې ډیر مذهبي دي.

په آلمان کې د مقیمو مسلمانانو شاوخوا ۹۰ سلنه یې د مذهبي (حلال) خواړو پابنده دي. یو پر دریمه برخه مسلمانانو ویلي دي چې په اونۍ کې څو څو واره لمونځ کوي او تر نیمایې زیاتو یې ویلي دي چې دوی روژه نیسي.

خو د دغو مسلمانانو یوازې یو پر دریمه برخه یې د عبادت له پاره جوماتونو ته زي. همدارنگه د هرو پنځو مسلمانانو څخه یو یې د مسلمانانو په یوه ټولنه یا اتحادیه کې غړیتوب لري.

په آلمان کې د میشتو مسلمانانو تر منځ د سازماندهي کچه ډیره لږه ده. په ۲۰۰۷ کال کې د مسلمانانو څلور ټولنې تر یوه چتر لاندی یعنې د مسلمانانو د هم غږۍ شورای تر نامه لاندی سره را ټول شول. اټکل کیږي چې دغه شورای په آلمان کې د میشتو مسلمانانو د یو پر پنځمې برخې استازېتوب کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب