1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلماني توکو شهرت

حسین سیرت۱۳۹۴ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د Made in Germany اصطیلاح اوس هم د افغانانو له پاره اشنا ده. په آلمان کې جوړ شوي اجناس د هغوی د کیفیت له کبله د افغانانو په منځ کې ډیر شهرت لري.

https://p.dw.com/p/1Fej2

ډیر شمیر افغانان له ماشوموالي له دې اصطیلاح سره بلد وي. دغه بلدتیا آن هغه وخت ته رسیږي چې افغانانو له تیلي الیکینونو څخه استفاده کوله. معلم امان چې خپل ماشوموالی یې د غزني ولایت په یوه لیرې پرتې سیمې کې تیر کړی دی، وايي چې آلماني تیلي څراغونه يې هماغه وخت هم پیژندل او دا چې کله په دریم ټولګي کې وه نو د همدغو څراغونو په مرسته یې زده کړې کولې.

په آلمان کې د جوړ شویو شیانو لوړ کیفیت د دې سبب شوی چې دغه کس تل آلماني کالیو پسې وګرځي: «کله چې بازار ته ځم، تل هڅه کوم چې آلماني مالونه راونیسم ځکه چې کیفیت یې لوړ دی.»

«بنز د موټرو پلار او مور»

افغانان په آلمان کې له جوړو شویو موټرو سره ځانګړې لیوالتیا لري. که څه هم د افغانستان په مارکیټ د تیوتا شرکت پیاوړی حضور لري،خو سره له دې هم دغه کمپنۍ نه ده توانیدلې چې د بنز شرکت ځای په خاصه توګه د لویو باري موټرو په برخه کې ونیسي.

په کابل کې فعال د بنز شرکت مني بسونه، له ډیر وخت راهیسې فعاله دي. ځینې یې آن ۴۰ کاله مخکې جوړ شوي دي خو اوس هم فعاله دي او ډیر شمیر خریداران لري.

نسیم د یوه بنز مني بس موټر چلوونکی دی. دغه موټر ۴۰ کاله مخکې د بنز کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی. نسیم وایي چې د آلماني موټر ژر نه خرابیږي او که خراب هم شي نو ژر بیرته جوړیدای شي: «دې موټر ۴۰ کاله کار کړی دی او که سل نور کلونه هم تیر شي بیا به همدا موټر وي. سړی کولای شي د هغه ماشین لس وارې ترمیم کړي. په ځینو مواردو کې کابل ته د نویو راتلونکو موټرو ماشینونه هم بدلوي او په عوض یې بنز ماشین پورته کوي که نه نو نتیجه نه ورکوي.»

افغانستان چې په خپله تیل نه لري او هغه له نورو هیوادونو څخه واردوي، آلمان کم مصرف لرونکو موټرو ته ښه بازار دی. عبدالرحمان د یوه بنز مني بس مالک دی. هغه وایي: «بنز د موټرو مور او پلار دی. همدا خپل زوړ موټر مې له دوو نویو کاستر موټرو سره نه بدلوم ځکه زما موټر کم عوارض کوي او مصرف یې هم کم دی.»

«آلماني درمل مې له خوسته غوښتل»

آلماني درمل په افغانستان کې ډیر پلویان لري. اوس هم ډیر شمیر کسان د هوخست شرکت د درملو کیفیت په یاد لري. د دغه شرکت درمل د افغانستان تر کورنۍ جګړې مخکې په افغانستان کې جوړیدل. خو اوس بیا افغانستان ته د آلماني درملو واردات محدود دي.

تصیر چې په کابل ښار کې درملتون لري وايي چې ډیر شمیر کسان ورڅخه د آلماني درملو پوښتنه کوي: «ډیر کسان د آلماني درملو پوښتنه کوي، خو له دې کبله چې تجارت یې نه شته او قیمته لویږي، نو کسان یې په ډیرو ستونزو پیدا کولای شي.»
هغه داسې درملې ښيي چې له آلماني مارک سره افغانستان ته راځي، خو په اصل کې آلماني نه دي.

زیمنس یوه آلماني کمپنۍ ده چې په کابل ښار کې نمایندګي لري. هر ورځ ډیر شمیر افغانان د الکترونیکي سامانونو د جوړولو له دې شرکت څخه وسایل رانیسي.

زیمنز له ۷۰ کلونو راهیسې افغانستان ته صادرات لري. اوس مهال دغه شرکت په کابل، هرات، مزارشریف او ننګرهار ولایتونو کې نمایندګي لري.

حاجي عبدالرحیم چې له ډیر پخوا په کابل کې اوسیږي وايي: «موږ یو زیمنز منقل لاره چې دیر کم مصرفه وو. آلماني اشتوف او الکین مو هم لاره. پلار به مې زه کبله په هماغه الکین وهلم ... خندا»

دغه زوړ کس له افغان سوداګرو غواړي چې افغانستان ته آلماني کالي وارد کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب