1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې زیاتره کډوال د سوسیال دیموکراتانو پلويان دي

۱۳۹۵ آبان ۲۷, پنجشنبه

په آلمان کې زیاتره کډوال کيڼ اړخو ته تمایل لري او محافظه کاره عیسوي دیموکراتان بیا په مهاجرو کې پلویان نه لري. یوه نوې څیړنه ښيي چې په آلمان کې زیاتره تازه راغلي کسان د لویو ګوندنو له خوا د نه ملاتړ احساس کوي.

https://p.dw.com/p/2Sp3j
Deutschland Essen Parteizentrale der SPD
انځور: picture-alliance/dpa/V. Hartmann

په آلمان کې یوې څیړنیزې ادارې په خپله نوې څیړنه کې موندلې ده چې په آلمان کې بهرني اتباعو ته د ارزښت او د ممکنه رای ورکونکو په سترګه نه کتل کیږي. په آلمان کې کابو ۱۷ میلیونه کسان چې د کډوالۍ تاریخچه لري ژوند کوي او د یوې سترې رایې ورکونکې ډلې او یا د پارلمان د ممکنه استازیتوب ځواک لري.

تراوسه پورې په آلمان کې هیڅوک هم دې ځواک ته نه دي متوجه شوي. دغه هغه څه دي چې په آلمان کې د ادغام او مهاجرت پر موضوع  یوې آلمانۍ څیړنیزې ادارې په خپله تازه څیړنه کې موندلي دي.

هر لسم وګړی د کډوالۍ تاریخچه لري

په آلمان کې هر لسم وګړی د کډوالۍ تاریخچه لري. د تیرو فدرالي ټاکنو په ترڅ کې په آلمان کې ۵.۸ میلیونه کډوالو د رایې ورکونې حق درلود. په ورته وخت کې پنځه میلیونه نور کډوال د آلماني د تابعیت د ترلاسه کولو په شرایطو برابر دي او امکان لري چې تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې چې د ۲۰۱۷م کال په مني کې ترسره کيږي، دوی هم د رایې ورکونې حق ترلاسه کړي.

څیړونکې غواړي وپوهیږي چې په آلمان کې کډوال کوم سیاسي ګوند ته تمایل لري. څیړنو وښوده چې کډوال اس. پې. ډې یا سوسیال دیموکرات ګوند ته ډیر تمایل لري او په ورته وخت کې د عیسویانو دیموکرات اتحاد سي. ډي. یو او د دوی بله څانګه د عیسویانو سوسیال متحد یا سي. اس. يو ته ډیره لیوالتیا نه لري.

که چیرته شمیرو ته وګورو نو داسې ښکاري چې ۴۰ سلنه کډوال د سوسیال دیموکرات ګوند پلوي دي او ۲۷.۶ سلنه بیا د عیسویانو دیموکراتانو خوا ته تمایل لري. د تیرو څو کلونو په اوږدو کې په آلمان کې دغو دوو سترو ګوندونو نږدې مساوي پلویان درلودل. په آلمان کې زرغون ګوند بیا یوازې د سروې شوو کسانو په منځ کې دریم ځای یې او ۱۳.۲ سلنه پلویان لري او له چپ لاسې ګوند چې ۱۱.۳ سلنه پلویان لري، مخکې دی.

د ګوندونو د ځواک بدلون

ایدن اوزګوز چې د دې څیړنې مسوله ده وايي: «په آلمان کې کډوال د خپلو حقونو څخه په استفاده کولای شي چې ځان په ټاکنو کې نوماند کړي او په دولتي ادارو کې کار وکړي.» هغه د خپل ځان د کډوالۍ تاریخچې ته په اشاره وايي چې زه هم کډواله وم او اوس د سیاست په برخه کې کار کوم.

اوزوګوز هیله لري چې په راتلونکي کې د اداغام له پاره ځانګړی وزارت رامنځ ته شي. په تیرو ټاکنو کې د دغه راز هڅو ملاتړ شوی خو پر دې موضوع بحث نه دی شوی.

اوزوګوز چې د ادغام د وزارت د رامنځ ته کیدو پر سر له سختو نیوکو سره هم مخ شوې، وايي چې د ادغام له پاره د ځانګړي وزارت نه شتون، ګڼ شمیر ننګونې زیږولي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.08.2013):