1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې زرغون ګوند

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

د سیاسي چارو له کارپوه څخه وپوښتئ چې ولې د آلمان زرغون ګوند په ۱۵ کلونو کې د عامه نظرونه تر ټولو کم ملاتړ له ځانه سره لري. دا ځکه چې د آلمان نورو حاکمو ګوندونو د زرغوند ګوند زیاتره موقفونه خپل کړي دي.

https://p.dw.com/p/2eHh5
Wahl 2013 in Neukölln Berlin Deutschland Wahlplakate Die Grünen
انځور: DW/J. Chase

په۲۰۰۱م کال کې د جاپان د فوکوشیما د اتومي بټۍ تر ناورین وروسته، د آلمان زرغون ګوند تر۲۰ سلنه زیاتې رایې ترلاسه کړې. تر دې وروسته په شپږو کلونو کې، محافظه کاري انګلا ميرکل چې د آلمان صدراعظمه او د هغې ستر ائتلاف په آلمان کې د اتومي بریښنا په تدریجي توګه د بندولو چارې پیل کړې. اوس چې زرغون ګوند نورې کومې اړینې برنامې او پروګرامونه نه لري، له همدې امله دغه ګوند په تیرو اونیو په ټاکنو کې یوازې ۶ سلنه رایو ته راټیټ شوی دی.

هیوبرت کلاینرت، د زرغون ګوند پخواني غړي او د آلمان په پارلمان کې د دې ګوند استازي چې اوسمال د پوهنتون پروفیسور دی، د آلمان ملي رادیو ته وویل: «د انرژي په هکله سیاست او پالیسي نور یوه جنجالي موضوع نه ده، هرڅوک د اقلیم د ساتنې ملاتړی دی او هیڅوک هم د بریښنايي موټرو ضد نه دی.» نوموړی وړاندې وايي چې مشکل فکري او معنوي تازه والی دی. د آلمان زرغون ګوند اوس نورو، تازه، د خلکو د خوښې وړ مسئلو ته اړتیا لري.

د چاپیریال د ساتنې په هکله لا هم ډیر داسي څه پاتي دي چې زرغون ګوند ته مهم دي او باید ورباندې کار وشي. خو د اتومي بټیو د دستګاوو د لمنځه تلو او د دې له امله د ویجاړیو د رامنځته کیدو په څیر مهمې مسئلې نورې په آلمان کې دې ګوند ته په لاس نه دي ورغلي. دې همدې له پاره چې همدا ننګونه ښه واضح او تشریح شي، د زرغون ګوند ګډې مشرې، کترین ګورینګ ایکاردت د آلمان له یوې مهمې او وتلې ورځپاڼې سره خپله مرکه په همدې موخه وکاروله او د کورنیو د کثافاتو د بیلوالي د اسانه کولو په هکله یې خبرې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه، اولریچ سارشینیلي له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې وویل: «تر یوې اندازې پورې دوی [زرغون ګوند] د خپل بریالیتوب ښکار شوي دي او هغه ستونزې او مسئلې چې دوی یې رامخ ته کوي، داسې ښکاري چې دومره مهمې نه وي او تر ډیره ځايي یا سیمه ایزې دي. هغه وړاندې وايي چې دغه مسئلې اوس ډیرې ګرمې او مهمې نه دي.

له سیاسي اړخه د ډیرو جالبو او مهمو مسئلو نه شتون د زرغون ګوند د لږ ملاتړ یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کیږي.

ښه رویه او بې مخه

په ټولنه کې ځای او نوم هم په خپل ذات کې ستره ستونزه ده. په لومړیو کلونو کې هغه مهال چې دغه ګوند په ۱۹۸۰م کال کې رامنځته شو، زرغون ګوند نه یوازې د خپلو چاپیریالي سیاستونو له امله بلکې د آلمان په پارلمان کې د دې ګوند د استازو لخوا په اوږدو ویښتو او د سپورټي بوټانو په پښو کولو سره ټولو ته ټکان ورکړ.

Joschka Fischer
انځور: picture-alliance/dpa

خو له هغه وخت راهیسې چې یو وخت زرغون ګوند د ځوانو مستقل او بت ماتوونکو په توګه پیژندل کیدو، اوس ډیر وخت تیر شوی دی. نن ورځ د آلمان زرغون ګوند د سیاسي بنسټ یوه برخه ده. خلکو ته ډیره آشنا او څه نا څه ستړې کوونکې څیره او نوم.

سارشینیلي وايي چې دوی [زرغون ګوند] ډیر ښه خلک او له خلکو سره ډیره ښه رویه کوي. هغه زیاتوي چې زرغون ګوند د لارې د سر د خلکو د اجماع په یوه ګوند اوښتي او له هر چا سره جوړ جاړی کوي. سارشینیلي همدا راز وايي چې د نن ورځې د سیاست فرهنګ بدل شوی. د ترمپ او بریګزیت په دوران کې رایه ورکوونکي به ښايي د داسې سیاستوالو په لټه کې وي چې له هر چا سره ډیر مقابله کوونکي وي.

سارشینیلي زیاتوي چې که چیرته له ما څخه پوښتنه وشي نو زه به ښايي په خپل ښار کې د دې ګوند د مشر د ټاکلو په هکله دوه ځله فکر وکړم. له تاریخې پلوه زرغون ګوند کاریزماتیک شخصیتونه نه لري خو دا هغه څه نه دي چې دغه ګوند یې د مهمو او پیژندل شوو څیرو لکه یوشکا فیشر د آلمان پخوانی د بهرنیو چارو وزیر څخه د ګټې اخیستنې مخنیوی کړی وي.

د سارشینیلي په آند او ذهن کې د آلمان زرغون ګوند اوسمهال د کترین ګورینګ او چیم اوزدیمیر تر ګډې مشرۍ لاندې بې مخه شوی دی. دا په داسې حال کې چې مشهورې څیرې په سیاست کې مهم رول لوبوي، د دې ګوند له پاره ستر منفی ټکی دی.

کلاینرت وايي چې د دوی د مشران کاریزمه یا جذابیت محدود دی. د هغه په وینا موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې خلک یې ډیر ژر خپل حالت او فکر بدلوي او رسنیز جذابیت هم ډیر وزن لري. نوموړی وړاندې وايي چې په دې مورد کې زرغون ګوند ناسمه ټاکنه کړې ده.

کلاینرت همداراز په دې ګوند کې د ځوانانو له نه شتون څخه شکایت کوي کوم. دا په داسې حال کې ده چې ګورینګ ایکاردت ۵۰ کاله عمر لري او چیم اوزدیمیر بیا ۵۱ کلن دی.

پټه خوله او وړاندې تګ

که چیرته دغه وروستی ټاکنې دقیقې وي، نو د ۱۹۸۰م کال وروسته به دا لومړی ځل وي چې زرغون ګوند به د روان کال په ټاکنو کې د ټاکل شوې پنځه سلنه رایې ترلاسه کولو د هدف پوره کولو له خطر سره مخ وي، ترڅو د دې هیواد په پارلمان کې حضور پیدا کړي.

په عین وخت کې، د آلمان په پارلمان کې د دې ګوند استازی کونستانتین فون نوتز متیقن دی چې د دوی ګوند داسې دقیقې او سمې موضوع ګانې لري چې کولای شي د خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړي.

Deutschland Grüne Spitzenduo 2017
اوزدمير او گورينگانځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

نوتز له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «خلک له موږ څخه غواړي چې د اقلیم، چاپیرال ساتنه وکړو. په کرهنه او د خلکو د حقونو په هکله اصلاحات رامنځته کړو.»

خو د نظر پوښتنو او یا سروې ګانو پایلې ښيی چې په ټوله کې آلمانیان د مهاجرت، ترهګرۍ او ټولنیز مساوات د موضوع ګانو علاقمند دي. زرغون ګوند به ښايي د خپل ګوند په تاریخ کې د پیچلې مسلې په لور ور روان وي.

یو فرصت او یو خطر

د حیرانتیا خبره دا ده چې د خلکو د نظریو د ټولپوښتنو سربیره په راتلونکي کې په حکومت کې د برخې د ترلاسه کولو فرصت له عادي حالت څخه ښه ښکاري. له دوی سره نه یوازې سوسیال دموکرات ګوند بلکې د انګلا مرکل «سي. ډي. يو او سي. اس. یو» هم د ممکنه ائتلاف کولو طرف دی.

د چارو زیاتره شنونکي فکر کوي چې د ملي ټاکنو پایلې به تر ډیره ښايي د روان ستر ائتلاف د ادامې په شان وي. خو په داسې حال کې چې د سوسیال دموکرات د ګوند محبوبیت مخ پر کمیدو دی، دا کار د چپ اړخو د ائتلاف فرصت کموي کوم چې تر ډیره ښايي د «سي. ډي. يو» او لیبرال دموکراتانو او ممکن د زرغون ګوند ترمنځ د ممکنه ائتلاف سناریو رامنځته کړي.

کلاینرت له دویچه ویله سره د خپلو خبرو په ترڅ کې په دې هکله وویل: «دوی به حتماً دا کار وکړي. دوی د ایالتونو په کچه دغه راز ائتلاف له وړاندې نه جوړ کړی او ازمویلی دی.»

Infografik The Greens Party's dwindling support Englisch

د چارو ځینې کارپوهان په دې فکر دي چې مرکل په پټه سره له زرغون ګوند سره د ائتلاف هیله لري. خو له محافظه کارانو سره اتحاد په هغه اندازه چې فرصتونه رامنځته کوي په همدې اندازه خطرونه هم زیږوي.

سارشینیلي په دې هکله وايي: «د ګورینګ ایکاردت او اوزدمیر په لرلو سره دوی [زرغون ګوند] دوه مشران لري کوم چې «سي. ډي. یو» سره د ائتلاف په هکله به بیلابیل نظرونه ولري. هغه وايي چې پوښتنه دا ده چې دغه څه به د خلکو په کچه څومره د قبول وړ وي کوم چې دې ګوند ته رایه ورکوي. خطر دا دی چې که چیرته زرغون ګوند له محافظه کارانو سره د ممکنه ائتلاف له پاره ډیر علاقه وښيي نو په دې کار سره به دوی د رایې ورکوونې په موخه د خلکو د هڅونې هغه تشویق او علاقه له لاسه ورکړي.

د زرغون ګوند عنعنوي ملاتړي چپ اړخو ته تمایل لري نه ښي اړخو ته او په دې کې هیڅ شک نشته چې که له «سي. ډي. یو» سره په حکومت کې ور ګډ شي نو په دې کار سره دوی خپل ځینې ملاتړي خسته کړي. همدا چې د سمپتمبر میاشتې ټاکنې را نږدې کیږي، پر زرغون ګوند باندې به د خپل ممکنه ائتلافي ملګري د ټاکنې په هکله د واضح خبرې نه کولو له امله ډیر فشار واچول شي. که چیرته د دې ګوند دغه ۶ سلنه رایې د خلکو ترمنځ د دوی د ملاتړ دقیق عدد وي نو په دې صورت کې دوی د غلطۍ ډیر کم فرصت لري.