په آلمان کې د کوچنیو وسلو د جواز غوښتنه ډېره سوې
۱۳۹۵ دی ۲۱, سهشنبهپه تیر میلادي کال کې په آلمان کې په اصطلاح د کوچنیو وسلو د جواز په غوښتنه کې زیاتوالی راغلی دی. لکه څرنگه چې د آلمان د نشراتو شبکې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په حواله رپوټ ورکړی دی د ۲۰۱۵م کال په پرتله په ۲۰۱۶م کال کې د کوچینو ډارونکو وسلو د جواز په غوښتنه کې ۶۰ سلنه ډېرښت راغلی دی. دغه کوچنۍ وسلې غیر وژونکي دي.
د «ټاگس څایتونگ» (taz) په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د کورنیو چارو د یوه ویاند چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له قوله لیکلي دي: «موږ د پام وړ پرمختگ جدي څارو.»
د دغو معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶م کال تر پاپه پوري ۴۶۹۷۴۱ کوچنۍ وسلې راجستر شوي دي، چې له دغه جملې څخه ۱۸۴ زره هغه دي چې د جواز نوې غوښتنه یې شوې وه. «taz» د معلوماتو له مخې یو کال تر مخه د دغو کوچینو غیر وژونکو وسلو شمیر ۲۸۵۹۱۱ ته رسیده.
هغه څوک چې د کوچنۍ وسلو جواز لري ډارونکي غیر وژونکي وسله، اوښکي بهونکی گاز او زیگنال ورکوونکي وسله له ځانه سره په مخفي توگه لیږدولی شي. دغه کس په یوه بیړني حالت کې له هغې څخه کار اخیستلی شي خو یوازې په دې شرط چې جواز لرونکي اطمیناني کس وي او عمر یې تر اتلسو کلونو لوړ وي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت دغه ویاند نوموړې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د جواز د غوښتنې زیاتوالي ته په «زیاتې انديښنې سره کتل کیږي.» د آلمان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر مارکووس اولبیش، د جواز د غوښتنې زیاتوالې «د ولس په منځ کې د امنیت د احساس د کمښت د نخښې په توگه» تفسیروي. اولبیش د آلمان کورنیو چارو د ایالتي وزیرانو د کنفرانس مشري هم پر غاړه لري.
د رپوټ له مخې په تیرو کلونو کې هم د کوچنیو وسلو د جواز په غوښتنه کې زیاتوالی لیدل کیدی، خو په ټوله کې دغه غوښتنه شا او خوا پنځه سلنې ته رسیده.
د کوچنیو غیر وژونکو وسلو د جواز په غوښتنه کې له هغې راهیسې زیاتوالی راغلی دی چې په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان په کولن ښار کې د نوي کال په شپه د جنسي زوروني ډیري پیښې رپوټ شوې. د رپوټ له مخې د هغې په تعقیب یوازې د ۲۰۱۶م کال په فبروري میاشتې کې د کوچنیو غیر وژونکو وسلو ۳۲۸۵۷ جوازونه ورکړل شوي دي.