په آلمان کې د پناه غوښتونکو شمیر ډیر شوی دی
۱۳۹۱ دی ۸, جمعه
په تیرو څو میاشتو کې له صربستان او مقدونیه هیوادونو څخه آلمان ته د کډوالو راتلو ځینې بحثونه راوپارول. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کال کې آلمان ته تر ټولو ډير افغاني کډوال راغلي ول، په ۲۰۱۲ کال کې په دې برخه کې صربیانو د افغانانو ځای نیولی دی. خو د هغو کډوالو شمیر چې له صربستان او مقدونیه څخه وي او په آلمان کې سیاسي پناهنده ګي تر لاسه کوي، ډیر کم دی.
اوس هم د ۹۰مو کلونو په پرتله آلمان ته د رارسیدونکو ګډوالو شمیره کمه ده. هغه وخت به هر کال آلمان ته ۱۰۰۰۰۰ کډوال راتلل. په ۱۹۹۲ کال کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالې ادارې تر ۴۰۰۰۰۰ څخه ډیر د پناغوښتنلیکونه ثبت کړې وې.
د رسمي شمیرو له مخې د نومبر د میاشتې تر پایه پورې په آلمان کې د پناه غوښتنې ۵۹۰۰۰ غوښتنې ثبت شوي دي. تمه کیږي چې دغه شمیره به د دسمبر د میاشتې تر پایه پورې ۶۸۰۰۰ ته ورسیږي چې په دې ترتیب سره به د تیر کال په پرتله په دغو غوښتنلیکونو کې ۴۹ سلنه زیاتوالی راشي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت به د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشت کې المان ته په ۲۰۱۲ کال کې د رارسیدلو کډوالو رسمي شمیر اعلان کړي.
په ۲۰۰۷ کال کې آلمان ته تر بل هر وخت کم کډوال راغلي ول. په دغه کال کې د آلمان د کډاوالو ادارې یوازې ۲۰۰۰۰ غوښتنلیکونه ثبت کړي ول.
د سیاسیت د بدلون غوښتنه
د «پرو اسیل» په نوم یوه سازمان د آلمان له فدرال حکومت او د هغه له ایالتونو څخه غوښتي دي چې د کډوالو پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي. دغه اداره د کډوالو د ملاتړ دنده لري. د دغه سازمان عمومي مشر ګونتر بورکهارت، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «آلمان باید دې ته چمتو وي چې ډیر کډوال ومني.» د هغه په خبره خلک ښايي د افغانستان، عراق او سوریې په څیر هیوادونو څخه تېښتې ته دوام ورکړي. هغه ویلي دي چې آلمان د دغو کډوالو په منلو کې غفلت کړی دی.
بورکهات وویل چې آلمان تیر کال د ګډوالو د موقتې استوگن ځایونه وتړل ځکه چې فکر یې کاوه چې له جګړه ځپلو هیوادونو څخه به څوک آلمان ته را ونه رسیږي. بورکهات وویل چې دغه یو غلط فکر دی او د هغه په خپره په دې برخه کې باید سیاست بدلون ومومي. هغه د آلمان له دولت څخه وغوښتل چې د هغو سوریایانو له پاره د آلمان د ویزې شرایط اسانه کړي چې خپلوان یې په آلمان کې ژوند کوي.