«په آلمان کې د پناه غوښتونکو شمیر زیات شوی»
د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي ادارې په دې هیواد کې د پناه غوښتنې په هکله نوي ارقام خپاره کړي دي. د مارچ میاشتې په پرتله په اپریل میاشتې کې د پناه غوښتني په عریضو کې ۲،۳ سلنه ډېرښت راغلی دی.
په پر له پسې ډول د پناه غوښتنې په عریضو کې ډیروالی
د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي ادارې د نوو معلوماتو له مخې د ۲۰۱۶م کال په اپریل میاشت کې په ټوله کې د سیاسي پناه غوښتنې ۵۹۶۸۰ عریضي وړاندي شوي دي. په مارچ میاشت کې بیا د دغه ډول کسانو شمیر ۵۸۳۱۵ تنه ته رسیدی. په دې ډول د مارچ میاشتې په پرتله د پناه غوښتنې په عریضو کې ۲،۳ سلنه ډیروالی راغلی دی.
سوریایي مهاجر تر ټولو زیات دي
د ۲۰۱۶م کال په اپریل میاشت کې د پناه غوښتونکو په ډله کې تر ټولو زیات شمیر د سوریایانو وو، چې په خپل هیواد کې د خونړۍ جگړې څخه په تيښته دي. په اپریل میاشت کې د سوریایي پناه غوښتونکو شمیر ۲۵۷۹۱ تنه رسیده. په مارچ میاشتې کې بیا ۲۷۸۷۸ سوریایي وگړو د پناه غوښتنه کړې وه.
د سوریایي مهاجرو شمیر زیات دی
د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي ادارې په وینا له جنوري میاشتې څخه تر اپریل میاشتې پورې مجموعا په آلمان کې ۲۴۶۳۹۳ تنو د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. په دغه ډله کې سوریایان په لومړي سر کې ځای لري چې شمیر یې ۱۱۶۸۲۶ تنو ته رسیږي.
د پناه غوښتونکو دوهمه ستره ډله عراقیان دي
د سیاسي پناه غوښتنې په ډله کې دوهم ځای عراقیانو نیولی دی. په مارچ میاشتې کې ۸۹۸۲ عراقي وگړو د پناه غوښته کړې وه، په داسې حال کې چې په اپریل میاشتې کې بیا دغه شمیر ۹۵۰۵ تنو ته لوړ شوی دی، چې د تیر میاشتې په پرتله ۵،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغانان بیا د پناه غوښتونکو دریمه ستره ډله ده
د افغان مهاجرو په شمیر کې میاشت په میاشت زیاتوالی ثبت شوی. په اپریل میاشتې کې ۸۴۵۸ افغانانو د پناه غوښتنه کړې چې په مارچ کې بیا دغه شمیر ۷۵۶۷ تنه وو. د مارچ میاشتې په پرتله په اپریل میاشتې کې دغه څه ۱۱،۸ سلنه ډیروالی ښيي.
هغه پناه غوښتونکي چې هویت یې روښانه نه دی
په اپریل میاشتې کې په د هغو کسانو چې تابعیت یې روښانه نه دی د پناه غوښتونکو شمیر ۱۲۹۹ تنو ته رسیدی. په مارچ میاشتې کې بیا د دغه ډول پناه غوښتونکو شمیر ۱۸۶۹ تنه وو، چې په شمیر کې یې ۳۰،۵۰ سلنه کمښت راغلی دی.
له البانیې څخه ۴۴ سلنه ډیرې عریضي
د پناه غوښتونکو په ډله کې د البانیان مهاجرو شپږم ځای خپل کړی دي، چې ۱۱۸۸ تنو د پناه غوښتنه کړې ده. له ایران څخه ۱۹۸۱ تنو د پناه غوښتنه کړې چې د مهاجرو په ډله کې پنځم ځای دی. له پاکستان څخه بیا ۱۰۳۸ تنو او اریتریا څخه ۱۱۵۲ تنو د پناه غوښتنه کړې ده.
کال په کال ډیروالی
د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشتې کې ۲۴۵۰۴ تنو د پناه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۶م کال په همدي میاشت کې دغه شمیر ۵۸۳۱۵ تنه ته رسیده چې د تیر کال د همدي میاشتې په پرتله ۱۴۰ سلنه ډیروالي ښيي.