په آلمان کې د مني رنگونه
ژوند او فطرت دواړه موقتي پدیدې دي. په آلمان کې د مني موسم ته طلایې خزان هم ویل کیږي. نړیوال دغه موسم د خفگان له موسم سره تشبه کوي، خو په آلمان کې د دې موسم له راتلو سره یو شمیر جشنونه هم نیول کیږي.
د رنگونو باران
نن سبا ورځې لنډیږي او شپې مخ پر اوږدیدو دي. په دې موسم کې په آلمان کې د ونو ډیر ډولونه د خپل پاڼو رنگ بدلول پيلوي. د مني موسم له تیریدو سره دغه رنگا رنگه پاڼې هم پر مځکه رژیږي.
د ونو ژیړې پاڼې
د سپټمبر میاشتې له پيل سره د دغو شنو پاڼو د رنگونو بدلیدل او رژیدل پيلیږي. په یوه میاشت کې داسې ښکاري چې چا پر مځکې د رنگونو قالینه غوړولې وی.
سیل او تفریح
د مني موسم د قدم وهلو موسم وي، په خاصه توگه کله چې طبعیت هر لور ته خپله ښکلا خپره کړي وي. په آلمان کې په دې موسم کې د تودوخې درجې ټيټيدل پیلیږي.
د ژمې له پاره زیرمه
سنجاب هغه حیوان دی چې د اوسیدو اصلي ځای د اروپا ځنگلونه دي، خو دوی د خلکو د استوگنځایونو او پارکونو په ونو کې هم لیدل کیږي. سنجاب د مني په موسم کې د خپل ژمې له پاره خواړه (د ونو وچې پاڼې، مغز لرونکي تخمونه او نور..) زیرمه کوي.
د اورښتونو پيل
اورښتونه او بدلیدونکې هوا د ونو د پاڼو د رنگ بدلیدلو سبب گرځي. په دې موسم که سړې باید هر وخت چترۍ له ځان سره ولري، البته په اروپا کې.
میوې پخیږي
په آلمان کې هر کال د وااین یا د انگورو د شرابو په لسگونو فیستیواله لمانځل کیږي، چې ډیري یې په مني کې وي. په دې موسم کې باغوانان د انگورو له باغونو څخه د میوې راټولول پيلوي.
خوږ موسمي شربت
د آلمان په هغو سیمو کې چې د انگورو باغونه موجود دي، هلته له سپټمبر څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د«فیډر وائسر» په نامه شربت موجود وي. دا له تازه انگورو څخه جوړ یو خوږ شربت دی.
د سمارق یا مرخیړو لټون
د خزان په موسم کې یو شمیر آلمان له ټوکرۍ او پلاستیکي بوټانو سره د ځنگل پر لور روانیږي او د مرخیړیو پسې لټون کوي. په آلمان کې د مرخیړیو نږدې ۵۰۰۰ ډوله موجود دي چې ځینې زهرجن هم دي. په آلمان کې له ځنگلونو څخه د خرڅلاو په موخه د مرخیړیو راټولول او د هغې خرڅول منع دي.
د کدو جشن
د مني په موسم کې په آلمان کې د فصلونو د حاصل راټولو وخت وي. د کال په دې موسم کې د آلمان په ډیرو سیمو کې د کدو جشنونه نیول کیږي. په دې جشن کې له کدو څخه جوړ مختلف ډوله خواړه خوړل کیږي. تر ټولو لوې جشن د آلمان د لډوگ بُرگ په ښار کې نیول کیږي.
په آلمان کې د هیلووین جشن
د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د آلمانانو په کورونو کې په مختلفو شکلونو داسې غوڅ یا پرې شوې کدوان لیدل کیږي چې په منځ کې یې شمعې روښانه شوې وي. د هیلوین جشن په کلتوري لحاظ د آلمانانو جشن نه دی، خو په تیرو څو لسیزو کې یې په آلمان کې په ډیرې چټکې سره دود موندلې دی چې لوې لامل یې د هالي وډ فلمونه، او په تلویزونونو کې د امریکایې کلتور اغیزې دي.
په رنگونو کې روښنایې
له مختلفو رنگونو جوړ اریکینونه(لاټینونه) په آلمان کې د سینټ مارټیز ډې جشن یوه برخه ده. دا جشن د نومبر میاشتې د یولسمې نیټې په نږدې کیدو سره لمانځل کیږي. ماشومان مختلف ډوله جامې اغوندي او د آلمانانو په اصطلاح لاټینونه(څراغونه، اریکینونه) په لاس کې نیسې او په کوڅو او سړکونو کې قدم وهي.