په آلمان کې د غواو د ښکلا سيالي
د هولشټاین توکم د ښکلو غواګانو په ۴۴ مه دوره ټاکنو کې تقریباً ۱۷۰ غواګانو ګډون کړی وو. په ۲۰۱۷م کال کې د «مادام» په نامه غوا په آلمان کې تر ټولو ښکلې غوا وټاکل شوه. په دې هکله انځوریز رپوټ دلته وګورئ:
د آلمان د نیدرزاکسن ایالت په «وردن» سیمه کې هرکال د آلمان د هولشټاین توکم شیدې ورکوونکو ښکلو غواګانو د ټاکنې له پاره سيالۍ کيږي.
په ۲۰۱۷م کال کې تر۲۰۰ ډیرو غواګانو په دې رقابت کې برخه اخیستې وه. هرکال له ټول آلمان څخه ښکلي غواګاني «وردن» ښار ته بېول کيږي څو په دغو سیالیو کې ګډون وکړي. په آلمان کې د «وردن» ښار د آسانو د روزنې په برخه کي هم ډیر مشهور دی.
د آلمان د ایسن ښار اوسیدونکي هنریک ویله شپږ کلنې غوا چې «مادام» نومیږي د آلمان د ۲۰۱۷م کال په دې سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
په آلمان کې د شیدې ورکوونکو ښکلو غواګانو د سیالیو د ګټلو له پاره، د غواګانو څښتن په ساعتونو خپلي غواګانې په مختلفو شکلونو سینګاروي.
یوهانس مل باوم ۲۴ کاله عمر لري او د غواګانو د سینګار متخصص دی. په انځور کې مخکې له دې چې د «ګراید» په نامه یوه شیدې ورکوونکې غوا په دې سيالي کې برخه واخلي، یوهانس هغه سینګار او چمتو کوي.
تر سینګارولو وروسته غواګانې یوه سالون ته لیږدول کیږي. خو باران د څو ساعتونو زحمت په اوبو کې لاهو کړ. نو له همدې کبله، یوه ډله کسان غواګانې تر یوې جوړې شوې چترۍ لاندې ځانګړي سالون ته انتقالوي.
په انځور کي ښی خوا ته مارک برن هارد د «مري» په نوم غوا مالک دی، د سیالیو له پاره چمتوالی نیسي. مخکې له دې چې د هغه غوا په دې سیالیو کې برخه واخلي، انځورونه ئې اخيستل کيږي. کيڼ خوا ته ولاړ ویلهم لیم یو مسلکي عکاس دی.
دلته د غواګانو مالکان مخکې له دې چې د هغوی غواګانې د مسلکي کسانو لخوا و ارزول شي، وروستی ځل يې گوري څو هر څه برابر کړي.
د ارزونکو ډله په دې سیالیو کې ټولې غواګانې په دقیقه توګه ارزوي او د هغوی ځانګړو ښکلاوو ته نمرې ورکوي.
د سیالیو په سالون کې تر۱۵۰۰زيات کسان چې زیاتره یې پیرودونکي، بزګر او متخصصین دی، شتون لري.
دغه راز سیالۍ د بزګرانو، د غواګانو د څاوندانو، تولیدونکو او پیرودونو ترمنځ د تجربو شریکولو او بازار موندني له پاره ښه فرصت دی.
په ۲۰۱۶م کال کې هم د آلمان د نیدر زاکسن ایالت اوسیدونکي د هنریک ویله غوا چې «لیدي ګاګا» نومیده، لومړی مقام ګټلی وو. سږ کال «لیډي ګاګا» له دې امله چې بلاربه وه/خوسی یې زیږولی وو، د ۲۰۱۷م کال په سیالیو کې یې ګډون و نه شوای کولای.
آلمان په ټوله نړۍ کې د هولشټاین د نژاد غواګانو درلودونکو هیوادونو په کتار کې لومړی ځای لري. په دې هیواد کې د دې نژاد یو میلیون او ۶۰۰ زره غواګانې په رسمي توګه ثبت شوي دي.
د غواګانو هولشتاین نژاد په ټوله نړۍ کې یو له مهمو نژادونو څخه شمیرل کیږي. دغه غواګانې هر کال د ۱۰ نه تر ۱۶ زرو لیټرو پورې شودې ورکوي.
د دې غواګانو د شیدو ډیر تولید د دې لامل شوی چې په وروستیو کلونو کې په آلمان کې د شیدو بیه ټیټه پاته شي. د ۲۰۱۶م کال په سپتمبر میاشت کې ۹ زره او ۹۴۷ بزګرانو پریکړه وکړه چې په مجموع کې د شیدو تولید ۲۸۶ لیټره راکښته کړي.
د نړۍ د ښکلا د ملکو کیسه به مو اوریدلې وي. خو دا دې اوس د غواګانو د ښکلا ملکه هم وټاکل شوه. په دې انځوریز البوم کې په آلمان کې د غواګانو د ښکلا ملکې د سیالیو بهیر ته کتنه شوې.