په آلمان کې د شرکتونو په مشري کې ښځو د ډیري ونډې غوښتنه وشوه
۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبهاعلان
د آلمان په پارلمان کي د زرغون ګوند مشره ریناتا کیوناست، د آلماني شرکتونو په اداري هیت کي د ښځو ونډه ۴۰ سلنه غواړي. د مارچ د اتمي نېټې یعني د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت به د آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ د ښځو او نارینه وو تر منځ د مساوي حقوقو په اړه مفصل بحثونه وکړي.