په آلمان کې د روگن ټاپو په زړه پورې انځورونه
د روګن ټاپو د آلمان په شمال ختیځ کې پروت دی. د توماج فریدوني په نوم د دویچه ویله یو تن مینه وال دغه ټاپو ته ورغلی او له خپلې کامرې سره یې څو په زړه پورې انځورونه اخیستې چې دا دی اوس يې له تاسې سره هم شریکوو.
د آلمان په شمال ختیځ کې د روګن ټاپو یا جزیرې په زړه پورې انځوریز البوم. په دغه ټاپو کې شاوخوا ۷۷ زره انسانان ژوند کوي.
د روگن (Rügen) ټاپو د آلمان په میکلن بورګ- فورپومرن ایالت کې واقع دی. د دغه ایالت د فرپومرن-روگن (Landkreis Vorpommern-Rügen) سیمه په آلمان کې یو له ډیرو ښایسته او کلیوالي سیمو څخه شمیرل کیږي.
توماج فریدوني دویچه ویله ته لیکلي دي چې د دغه ټاپو ډیرو سیمو ته ورتګ د ګرمې په موسم کې ښه وي، خو هغه د پسرلي په پيل کې دې ټاپو ته ورغلي او د لیدو وړ منظرو انځورونه یې اخیستي دي.
د دې ټاپو د ځانګړي جغرافیاوي موقعیت له کبله دلته د لمر خاته یا طلوع او لمر پریوته (غروب) حالت د لیدو وړ وي.
توماج فریدونی لیکلي دي: «هیڅ یو له دغو انځورونو څخه ایډیت یا فوټو شاپ شوي نه دي او د سحر له ۵ څخه تر ۹ بجو په زماني فاصله کې اخیستل شوي دي.»
د Rügen په ټاپو کې د لمر ختلو یوه ښکلې منظره
د دغه ټاپو ټول مساحت ۹۲۶ کیلومتر مربع دی.
د آلمان په شمال ختیځ کې له دغه ټاپو څخه د لمر ختلو یوه بله په زړه پورې ننداره او انځور.