1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د جي اته غونډه او د اتک د غورځنگ غوښتنې

۱۳۸۶ خرداد ۱۱, جمعه

د attac (اتک) په نامه نړيوال ټولنيز غورځنگ د اتو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په وړاندې چې پنځه ورځې وروسته په آلمان کې پيليږي د مظاهرو او اعتراضونو دپاره تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/DKIg
د غورځنگ غوښتنه ده چې د اقتصادي مسايلو د نړيوال کېدلو په پروسه کې دې ټولنيز عدالت او د چاپيريال ساتنې مسئلې ته هم پاملرنه وسي
د غورځنگ غوښتنه ده چې د اقتصادي مسايلو د نړيوال کېدلو په پروسه کې دې ټولنيز عدالت او د چاپيريال ساتنې مسئلې ته هم پاملرنه وسيانځور: picture-alliance/ dpa
اتک هغه نړيوال غورځنگ دی چې وايي د اقتصادي مسايلو د نړيوال کېدلو د پروسې سره سم بايد ټولنيز او د چاپيريال چارې هم نړيوالې کړای سي، يا په بله ژبه د دغه غورځنگ غوښتنه دا ده چې د اقتصادي مسايلو د نړيوال کېدلو په پروسه کې دې ټولنيز عدالت او د چاپيريال ساتنې مسئلې ته هم په نړيواله کچه پاملرنه وسي. د اتک غوځنگ چې په نړيواله کچه شاوخوا دوه سوه زره غړي لري د خپلو اهدافو د پاره په سوله يزو مظاهرو لاس پورې کوي او د دوی اساسي اعتراض دا دی چې د نړۍ ستر صنعتي او شتمن هېوادونه د خپلې پانگونې په فکر کې دي نه د نړيوالو بازارونو د يو دموکراتيک کنترول او نظم په فکر کې.