په آلمان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده
۱۳۹۱ دی ۱, جمعهد نوموړې ټولنې مشر الریش شنایدر، د دې رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل: «اوس مهال په آلمان کې بيوزلي خپل لوړ حد ته رسیدلې ده.»
د دغه رپوټ په حواله اوس مهال په آلمان کې له ۱۵ سلنه څخه ډیر کسان د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. له دې سره نو په دې هیواد کې د بیوزلۍ کچه د ختیځ او لویدیځ آلمان تر یو ځای کیدو وروسته خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلې ده.
په آلمان کې هغه کسان د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ بلل کیږي چې خالص عاید یې په اوسط ډول تر 60 سلنه کم وي. تیر کال دغه اندازه پیسې د یوه مجرد وګړي له پاره په یوه میاشت کې 848 یورو ټاکل شوې وې.
په دې رپوټ کې راغلي دي چې د آلمان د برمن په ایالت کې د بیوزلۍ کچه تر نورو ټولو ایالتونو لوړه ده چې ۲۲.۳ سلنو ته رسیږي. د بیوزلۍ په اړه د خپور شوي رپوټ له مخې په آلمان کې له اقتصادي پلوه قوي ایالتونه د دې هیواد په جنوب، شرق او غربي برخو کې پراته دي.
شنایدر وویل چې په 2010 کال کې د دولت له خوا د سپما د پروګرامونو پلي کیدو او داسې نورو اقداماتو او ستونزو په المان کې د بډایو او بیوزلو کسانو تر منځ واټن ډیر کړی دی.
شنایدر له بیوزلۍ سره د مبارزي په موخه د یوه هر اړخیز بیړني پروګرام وړاندیز هم وکړ چې شپږ مادې لري. هغه زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې پر دې پروګرام باندې ډیرې پیسې لګیږي.» هغه د نوموړي پروګرام د تطبیق له پاره د 20 میلیاردو یورو غوښتنه وکړه.
د آلمان د «سر تا سري برابرۍ ټولنه» له لسو زرو څخه د ډیرو سازمانونو، مؤسسو او کاري ډلو په مرسته په روغتیایي او ټولنیزو برخو کې فعالیت کوي.