په آلمان کې د بهرنيانو غونډه بريالۍ گڼل شوې ده
۱۳۸۶ تیر ۲۲, جمعهاعلان
نوموړو ټولنيزو سازمانونو دغه ليدنه کتنه د تفاهم او پوهاوي په لاره کې يو »مهم گام« بللی دی. د پنج شنبې په غونډه کې د آلمان دولت، د ولايتونو او ولسواليو استازو او د بهرنيانو اتحاديو د نورو ټولنيزو ډلو په شمول د بهرنيانو په وړاندې د يوې نوې پاليسۍ او د يو نوي تړون پرېکړه کړې وه. دغو ډلو څلور سوه ټکي راپه گوته کړي چې آلماني ټولنې ته د خارجيانو د ورگډېدو دپاره اړين بلل شوي دي. په آلمان کې دا مهال پنځه لس مليونه وگړي ژوند کوي چې خارجي اصل لري. خو له بلې خوا د ترکانو يو گڼ شمېر ټولنو گډون نه و کړی او د کډوالو د يو نوي قانون په وړاندې يې احتجاج کړی و.