په آلمان کې د اتو صنعتي هېوادونو تر غونډې مخکې آخ و ډبونه
۱۳۸۶ خرداد ۱۴, دوشنبهاعلان
د پوليسو اتحاديه اوس وايي چې په هايليگندم نومي ښارگوټي کې به زور زياتی او اخ و ډب لا پسې زيات شي. دغه څرگندونې د پوليسو د اتحاديې مشر کونراد فرايبېرگ د آلمان «بيلد» ورځپاڼې ته وکړې. هغه وويل چې له ايټاليې او يونان څخه گڼ شمېر جنجاليان راغلي وو. نوموړي زياته کړه چې «د خوشحالۍ ځای دی چې کوم پوليس ونه وژل شو.» ښاغلي فرايبېرگ د سختو سزا گانو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د مظاهرو جوړونکي هم مسووليت ولري او بايد د آخ و ډبونو مخه ونيسي. پرته له دې به پوليس هم هڅه وکړي چې د ډېرو امنيتي ځواکونو د لارې کراري راولي.