په آلمان کې تر ۵۰ زرو ډیر کم عمره مهاجر اوسیږي
۱۳۹۵ مهر ۲۶, دوشنبهد آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو په اساس اوس مهال په دې هیواد کې ۵۱۰۶۸ کم عمره مهاجرین پرته له کورنۍ ژوند کوي. د فونکه رسنۍ په حواله د آلمان د زرغون ګوند په غوښتنه د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت اوس دغه شمیرې اعلان کړي دي.
د کم عمر او پرته له کورنۍ مهاجر هغه چاته ویل کیږي چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه کم وي او آلمان ته پرته له کورنۍ او یا هم سرپرست څخه راغلی وي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغه هیواد په ټولو ایالتونو کې دغه شمیرې وړاندې کړي دي. د دغو شمیرو له مخې په نوردراین وستفالن کې ۱۱۰۵۱ تنه، په بایرن کې ۷۳۳۰ تنه، باد وورتمبرګ کې ۶۸۲۵ تنه، هسن کې ۴۴۴۶ تنه، برلین کې ۲۴۶۴ تنه، هامبورګ کې ۱۲۲۸ تنه، تورینګن کې ۱۲۷۴ تنه او په مکلنبورګ فورپومرن ایالت کې دغه شمیر ۹۲۴ تنه ښوول شوی دی. دغه شمیر د روان کال د سپتمبر تر میاشتې پورې راټول شوي دي.
د آلمان زرغون ګوند په دې هیواد کې د بهرنیو وګړو د نوم لیکنې په مرکزونو کې د دغو مهاجرو پر نیمګړې نوم لیکنې سخته نیوکه کوي. خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت شمیرې بیا ښیې چې یوازې ۱۰۰ داسې پیښې دي چې پکې مهاجرین په سمه توګه نه دي ثبت شوي. د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند استازې لویزه امتسبرګ، دغه کار د شرم وړ ګڼلی دی.
امتسبرګ د فونکه رسنۍ ته ویلي دي چې په دې نیمګړي او بې هوده توګه د کم عمر لرونکو مهاجرو د نوم لیکنې په بهیر سره څنګه کولای شو چې دغو مهاجرونو ته په راتلونکي کې د زده کړې او ادغام زمینه برابرو کړو.