1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې افراطيت ته د نجونو علاقه ډېره شوې

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ شهریور ۲۱, یکشنبه

جهادیان د خپلو اهدافو او پلانونو د پر مخ وړلو له پاره تر ډيره له ځوانو نجونو څخه کار اخلي. په آلمان کې د موجوده معلوماتو له مخي، مسلماني نجونې په پرله پسې توگه د جهادي ډلو د تبليغاتو تر اغيز لاندي راځي.

https://p.dw.com/p/1K04R
انځور: picture-alliance/dpa/F.Schuh

په آلمان کې د مسلمانو نجونو د سخت دريځه کيدو بهير مخ پر زياتېدو دی. دغه خبره د «نويه اوسنابروکر څايتونګ» ورځپاڼې په یوه رپوټ کې شوې ده، چې د آلمان د مهاجرت ادارې د آمارو پر بنسټ ېې جوړ کړی دی.

په دغه رپوټ کې وېل شوي دي، چې په دغه اداره کې له سخت دريځۍ سره د تمایل ښودلو په باب د کورنيو شکايتي اړیکې، په پر له پسې توګه ثبتيږي. رپوټ کاږي چې د سخت دريځه اسلامپالني په برخه کې په ځانګړې توګه د نجونو علاقه، د پام وړ ده.

د اړيکو زياتيدل

په لومړي سر کې چې په آلمان کې له افراطيت څخه د خلاصون په برخه کي مشوره ورکوني مرکز جوړ شو، په دغه مرکز کي د هغو نجونو شمېر يو پر څلور وو چې غوښتل له دغه مرضه د خلاص مشورې ورکړل شي. خو په ۲۰۱۵م کال کې نيمايي ته ورسيد او په ۲۰۱۶م کال کې نور هم د زياتيدو په حال کې دی.

په ۲۰۱۲م کال کې کله چې له سخت دريځه اسلامپالني څخه د خلاصون په برخه کې د مشورې ورکونۍ مرکز جوړ شوی وو، له دغه مرکز سره تر۲۵۰۰ زياتې اړیکې نيول شوې وې.

د اوسنابروک پوهنتون د اسلام پېژندني د مطالعاتو د څانګې کارپوه مشائيل کيفر د ارزونو له مخې، اوس په آلمان کې د نجونو د افراطي کيدو عمر ۱۳ کلنې ته رسېدلی دی او دا سي اټکل کيږي چې تر دې به هم د کښته عمر نجوني په اخته شي.

کيفر وايي، هلکان خپل افراطيت په تحريک آميزه او ښکاره ډول ښکاره کوي، خو په نجونو کې بیا برخلاف په آرامه او پرته له شور څخه ترسره کيږي.

له تروریستي ډلو سره اړيکې

له آلمان څخه افراطي مسلمانان تر ډیره عراق او سورېې ته ځي، څو هلته د داعش په شان تروريستي ډلو سره يوځای شوي وي. د آلمان د ملي امنيت اداره وايي چې په ۲۰۱۳م کال کې د دغو کسانو شميره ۸۵۰ تنه وه چې یو پر پنځمه برخه يې نجونې وې.

ميشائيل کيفر زیاتوي چې د دغو ځوانانو له پاره تر ټولو مهمه ارتباطي وسيله «وتس اپ» ده: «هغه نجوني او ښځې چې سورېې ته سفر کوي، له جوړو شويو شبکو سره په منظمه توګه د وتس اپ له لارې په اړيکو کې وي.»

د مذهبي زده کړو کارپوه آندره توبرت د «نویه اوسنابروکه څايتونګ» ورځپاڼي ته وویل: «دا چې نجونۍ د سخت دريځۍ تر پيغامونو اورېدلو وروسته ډير ژر جذبيږي، علت یې د ځوانۍ او بلوغ دوره ده. په دغه دوره کې نجونې او هلکان د بدلون منوونکي فکرونو لرونکي وي.»

هغه وايي، افراطي ډلي له دغه حالت څخه په ګټه اخیستني سره کولای شي د دغه شان ځوانان د غوښتنو او اړتياو د برابرولو له پاره یوه ښه مرجع وي: «هغوی په خپلو تبليغاتو کې د ځوانانو او تنکیو ځوانانو ستونزي له داسې شیانو سره تړي چې نورې سیاسي ډلې ورپورې کار نه لري.»

د انتر نيت رول

د آلماني کارپوهانو څېړني هم ښيي چې په نجونو کې له سخت دریځۍ سره د علاقه پیدا کيدو انګيزې د ټولني په هره طبقه خلکو کې شتون لري او دا کار په کوم خاص قشر پورې اړه نه لري. د بېلګې په توګه ځينې ځوانان په لا مذهبه او سیکولار کورنيو او ځينې نور په مسيحي، غير مسلمانو او سیکولار کورنيو کې لوي شوي وي.

کارپوهان وايي، چې د سخت دريځۍ لور ته د ځوانانو د تمايل پيدا کيدو په برخه کې فردي اړیکې، انترنيټ او د انټرنيت ټولنيزې شبکې مهم رول لرلای شي.

نور مطالب