په آلمان کې اسلامي ټولنې د نفرت او بې عدالتۍ پر ضد غونډي کوي
۱۳۹۳ شهریور ۲۶, چهارشنبهپه آلمان کې مسلمانان غواړي چې د نفرت او بې عدالتۍ پر ضد غبرگون وښيي. د راتلونکي جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د سپتمبر۱۹مه) څلور لویې اسلامي ټولني غواړي چې د ټول آلمان په کچه یو لړ غونډي وکړي. په ټوله کې تر ۲۰۰۰ زیاتو جوماتونو کې به د جمعې په ورځ د یو بل پر وړاندي د زغم او په سوله ییزه توگه د اوسیدو له پاره بلنه ورکړل شي. په اتو لویو مسجدونو کې به مرکزي غونډي تر سره شي چې په هغه کې به سیاستوال او د ټولنو استازو هم گډون ولري.
د هانوور په ښار کې په یوه غونډه کې به د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر برخه ولري او په پلازمینه برلین کې به د دغه ښار، ښاروال په یوه غونډه کې گډون وکړي.
پر مسجدونو بریدونه
په آلمان کې د اسلامي شورا مشر او د همغږۍ شورا ویاند علي کیزل کایا، ویلي دي چې په تیرو څو میاشتو کې په آلمان کې پر مسجدونو باندي پنځه بریدونه تر سره شوي دي. د هغه په وینا د احصایې له مخي دا په آلمان کې پر مسجدونو تر ټولو زیات بریدونه ښيي. د روان میلادي کال په اگست میاشت کې په برلین کرویزبیرگ، کې د مولانا، په نوم جامع مسجد باندي برید وشو چې سخت زیان يې ورواړاوه.
کیزیل کایا، په دې اړه وایي: «دې پر موږ ډیر تأثیر وکړ او ډیر یې ناراحته کړو. بیا مو وویل چې موږ د یوې ټولني په عنوان باید د هغې پر وړاندي داسي ودریږو لکه د یوه جرمي عمل پر وړاندي. که هغه د مسجدونو پر وړاندي وي، که د کنیسه گانو او که د کلیساو».
نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې پر یوه عبادت ځای باندي برید داسي وارزول شي، لکه پر موږ ټولو چې برید شوی وي او د هیڅ کومي ټولني له خوا هغه د زغم وړ نه دی.
له اسلام څخه د ناوړه گټي اخیستني پرضد لاریونونه
د اسلامي ټولني لاریونونه یوازي د بې زغمۍ او په آلمان کې پر مسجدونو د بریدونو له پاره نه تر سره کیږي، بلکې په نړیواله کچه د افراطیت او تعصب پر ضد تر سره کیږي. په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ایمان میزایک وایي: «موږ غواړو چې په نړۍ کې د بې عدالتۍ پر ضد خاموشه پاته نه شو.» په ځانگړې توگه په سوريه او عراق کې د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي د نه تصور وړ بې رحمو اعمالو په آلمان کې اوسیدونکي مسلمانان انديښمن کړي دي.
میزایک وویل: «موږ مسلمانان نه غواړو چې په دې هکله چوپ پاته شو چې د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده وشي، یا د جنایتکارانو او ترهگرو له لوري اسلام یرغمل شي.»
هغه په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې په آلمان کې میشتي اسلامي ټولنې غواړي چې «دا خبره روښانه کړي، چې ترهگر او جنایتکاران له اسلام څخه خبري و نه کړي، چې د اسلام احکام یې تر پښو لاندي کړي دي. زموږ په صفونو او مذهب کې د قاتلینو او جنایتکارانو له پاره ځای نه شته.» همداشان میزایک له رسنیو څخه وغوښتل چې د کلمو په انتخاب کې باید حساس اوسي او له غور څخه کار واخلي.
په اسلامي ټولنو کې تر ټولو لویه اندېښنه د هغو ځوانانو په هکله ده چې له افراطي گروپونو لکه سلفیانو یا ترهگرو ډلو لکه القاعدې او یا هم اسلامي دولت ډلي سره یو ځای کیږي.
اسلامي ټولني غواړي چې د جمعي تر لمانځه وروسته د دغو موضوعاتو په هکله خبري وکړي.