1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ۵۵۰ زره پناه غوښتني رد سوي دي

آژانسونه/ و.ا۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

د يوې آلمانۍ ورځپاڼي د راپور له مخي په آلمان کي تقريبا ۵۵۰ زره رد سوي مهاجر ژوند کوي. دا هغه مهاجر دي چي د پناه و غوښتني ته يې منفي جواب ورکول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1K6WF
Deutschland Abschiebung der Flüchtlinge nach Kosovo und Albanien vom Flughafen München
انځور: Reuters/M. Rehle

په آلمان کي د ۲۰۱۶ کال د جون مياشتي په پای کي تقريبا ۵۵۰ زره رد سوو پناه غوښتونکو ژوند کاوه. د آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ» د راپور په حواله له ياد شمېر پناه غوښتونکو څخه درې پر څلورمه برخه (تقريبا ۴۰۶ زره) يې داسي ده چي تر ۶ کالو څخه زیات وخت کيږي چي په آلمان کي ژوند کوی.

د آلمان يادي ورځپاڼي د خپل دغه راپور او د خپرو سوو اعداد او شمېرو په حواله ليکلي دي چي په دې تړاو يې معلومات د آلمان د حکومت له يو جواب څخه تر لاسه کړي دي. د آلمان حکومت دغه جواب په پارلمان کي د حزب اختلاف د کيڼ ګوند د يو سوال په ترڅ کي ورکړی دی.

دايمي اقامې

د راپور له مخي د ياد شمېر رد سوو پناه غوښتونکو څخه تقريبا نيمايي برخه يې داسي کسان دي چي د پناه غوښتنې د ردېدو باوجوده په آلمان کي د دايمي اقامې څښتنان دی. له يادو ۵۵۰ زرو رد سوو پناه غوښتونکو څخه ۳۴،۸ فيصده يې داسي کسان دي چي په آلمان کي په ميعادي توګه د پاته کېدو اجازه لري. د دغه راپور له مخي په رد سوو مهاجرو کي تر ټولو لويه برخه د ترکان ده چي شمېر يې ۷۷۶۰۰ کسانو ته رسيږي. دويمه لويه ډله د کوزوفو ښودل سوې چي ۶۸۵۴۹ کسان ياد سوي او پر دريمه درجه ۵۰۸۱۷ د سربستان وګړي دي چي په آلمان کي د رد سوو پناه غوښتونکو په توګه ژوند کوي.

د «بلډ» ورځپاڼي په دغه راپور کي راغلي دي چي په آلمان کي ۱۶۸۰۰۰ پناه غوښتونکي داسي دي چي پناه غوښتنه يې رد سوې ده او هغوی ته د «دولدونګ» په نوم سند ورکول سوی دی. د دغه سند مقصد دا دی چي دغه کسان په آلمان کي د پاته کېدو حق نه لري او کله چي يې د ديپورت شرايط برابر سي، نو بايد په سمدلاسه توګه له آلمان څخه وايستل سي. د راپور له مخي ۳۷۰۰۰ داسي کسان دي چي د ديپورت کېدو انتظار باسي خو دا چي اسناد يې نه دي بشپړه نو له همدې کبله ديپورت کېدلای نه سي. له يادو ۱۲۷۰۰۰ څخه تقريبا ۱۰ زره داسي کسان دي چي په دې وجه خپل هيواد ته بېرته نه سي ديپورت کېدلای ځکه چي هلته امنيتي وضعه سمه نه ده.

د آلمان مسيحي ائتلاف ګوندونو سياستوال هانس پېټر فريډريش غوښتنه کړې ده چي دغو اعداد او شمېرو ته په کتو سره بايد د رد سوو مهاجرو د ديپورت په تګلاره کي اصلاحات راوستل سي. هغه ويلي: «څوک چي د دې اجازه ورکوي چي رد سوي مهاجر دولت تېرباسي او ورسره لوبي کوي، هغه د دې خطر رامنځ ته کوي چي د هيواد اتباع د دولت د عمل پر وړتيا باور له لاسه ورکړي. حقوقي شرايط بايد بدل کړل سي.»