1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي ولي د بايسکل ځغلولو مسابقه لغو سوه؟

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۱, جمعه

د آلمان په اوبراورزل ښار کي د يوه بم تر کشفېدو وروسته، د بايسکل ځغلولو سيالي د يوې تروريستي حملې په خاطر لغو سوه. خو يو شمېر يې غواړي چي بيا هم دغه سيالي تر سره کړي. پوليس يې د امنيت ساتلو په لټه کي دي.

https://p.dw.com/p/1FIe3
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانکفورت د اقتصادي ناحيې اېشبورن هغه لوی سالون چي عموما د می مياشتي پر لومړۍ نېټه خورا ګڼه ګوڼه پکښې وي، بالکل خالي ولاړ دی. په داسي حال کي چي عموما د سيالۍ په ورځ دلته د انسانانو اوږده قطارونه ولاړ وي چي غواړي د بايسکل ځغلونې په مسابقه کي د برخه اخيستلو له پاره شمېره تر لاسه کړي، اوس صرف د ګوتو په شمېر يو څو کسان تر سترګو کيږي چي د سالون څخه سامان باسي او خپلو موټرو ته يې انتقالوي.

دوه بايسکل ځغلونکي په دې بوخت دي چي بېرته خپل بايسکلونه د خپلو موټرونو پر سر وتړي. له فرانسې څخه راغلې د بايسکل ځغلونکو يوه ډله خاموشه او حيرانه په يو کونج کي ولاړه ده.

تقريباً ټول خاموش او د مکالمو او خبرو ږغ ته تر غوږو کيږي. د ايشبورن په سيمه کي چيري چي د بايسکل ځغلونې سيالي پلان سوې وه، اوس نه ګڼه ګوڼه سته او نه هم د خلکو د ازدحام ږوږ.

د بريد ګواښ سيالي لغو کړه

زه هم په دغه سيالي کي د برخه اخيستلو له پاره ور روان وم. زه په دغه فکرونو کي وم چي څرنګه به د فرانکفورت په دغه سيمه کي ۱۱۵ کلومتره لاره چي په ځينو برخو کي يې شاوخوا ونې او ځنګلونه دي، بايسکل چلوم. زه دې ته ډېر خوشاله وم چي د می پر لومړۍ نېټه به د سيالي پر وخت ځان د فېلډبېرګ و هغه تر ټولو لوړه نقطې ته ورسوم، چي حتی د مسلکي ورزشکارانو له پاره يوه لويه ستونزه وي.

خو زه لا پر لاري وم چي خبر مي واورېد چي د بايسکل ځغلونې په دغه سيالي کي د بمي بريد پلان افشا سوی او په تور يې دوه کسان نيول سوي دي. کله چي زه د مسابقې ځای ته ورسېدم او حالات مي وليدل نو پوه سوم چي سيالي نه کيږي.

تر مسابقې يوه ورځ دمخه د ماښام پر وخت پوليس او د سيالۍ تنظيم کوونکې دې نتيجې ته ورسېدل چي سيالي بايد لغو کړل سي، ځکه چي امنيت يې نه سي تضمين کېدلای.

د ورزشکارانو تر منځ مايوسي

د سيالۍ د ځنډېدو د خبر تر خپرېدو وروسته ورزشکاران ډېر خواشيني او ځيني يې مايوسه سول. ګيډو فيشر چي د دغه سيالۍ د تنظيم کوونکو څخه يو دی، پلان سوې وه چي د جمعې په ورځ به په سيالۍ کي ګډون کوونکو تقريبا ۴۵۰۰ بايسکل ځغلونکو ته د هغوی د مسابقې شمېره ورکوي.

خو فيشر اوس په دې مصروف دی چي په غوسه او مايوسه سوي ورزشکاران آرام کړي. په دې حال کي يو په غوسه ورزشکار ورڅخه پوښتنه کوي چي هغه پيسې چي په سيالي کي د ګډون له پاره يې ادا کړي دي، هغه به څه وخت بېرته ورکول کيږي. فيشر چي په خپله هم سم نه پوهيږي چي څه به کيږي، له ورزشکارانو څخه د حوصلې هيله کوي او ورته وايي چي هرڅه به حل سي.

اټکل کېدی چي د جمعې په ورځ به د ايشبورن د بايسکل ځغلوني د سيالۍ د ليدلو له پاره چي پکښي ۱۱۵ کلومتره واټن وهل کيږي، تر سلو زرو زيات تماشه کوونکي حاضر وي. خو کله چي د سيالۍ د لغو کېدو اعلان وسو نو په يووار د دغه سيالۍ و ځانګړې انټرنټ پاڼي ته مراجعه کول پېل سول. خلکو غوښتل چي پر دغه پاڼه معلومات تر لاسه کړي. خو د دغې پاڼي د کتونکو شمېر دومره زيات وو چي دغه پاڼه څو واري له سقوط سره مخامخ سوه.

د ايشبورن په سيالي کي د ګډون کولو له پاره د بيلو هيوادونو څخه ورزشکاران او د بايسکل ځغلوني شوقيان راغلي ول. په هغوی کي ځينو يې په ساعتونو ساعتونو مزل وهلی وو چي فرانکفورت ته ځان ورسوي.

اوس چي دغه سيالي لغو سوه، نو زياتره يې ډېر حيران او خواشينه دي. خو اکثريت ورزشکاران او مينه وال وايي چي امنيت تر هر څه مهم دی او دا چي هغوی دا درک کولای سي چي پوليسو او تنظيم کوونکو ولي دغه سيالي لغو کړه.

د بايسکل ځغلوني لاره او شاوخوا سيمه يې تقريبا دوه سوه کلومتره اوږده ده او تر څو چي پوليس نه وي ډاډه سوي چي په دغه ټوله سيمه کي خطر نه دی موجود، هغوی د امنيت تضمين نه سي کولای.