په آلمان کي هم اقتصادي بې عدالتي سته
۱۳۸۷ خرداد ۲۷, دوشنبهديوې احصايوي اولس پوښتني له مخي په آلمان کي دڅلورو نفرو له جملې څخه درې نفره وايي چي، ددغه هيواد په اقتصادي اړيکو کي بې عدالتي زياته ده. د Bertlesmann په نامه يوې څېړونکي موسسې په آلمان کي دروانو اقتصادي اړيکو په اړه څېړني کړي دي .
ددغي اولس پوښتني څخه داسي څرګنديږي چي، په روان وخت کي یوزي د اتو نفرو له جملې څخه يو تن په آلمان کي دشتمنۍ او عايداتو وېش عادلانه بولي. په دغه رپوټ کي ويل کيږي چي، که له يوې خوا په آلمان کي اقتصادي وده ليدل کيږي له بله پلوه ډير خلک ددغه هيواد پر ټولنيز اقتصادي سيسټم باندي هغه اعتماد نلري چي دوی پخوادر لود .
څنګه چي دڅېړونکي موسسې په احصايوي رپوټ کي ويل کيږي، په تيرو دريو کلونو کي د آلمان دوګړو په مينځ کي داعقيده چي، په دغه هيوادکي زياتي اقتصادي بې عدالتۍ شته ورځ په ورځ پراختيا مومي . ديو ې احصايوي اولس پوښتني په ترڅ کي چي په 1995 ميلادي کال کي په آلمان کي دنوموړي څېړونکي موسسې لخوا شوې وه، په سلو کي 43 وګړو اقتصادي اړيکي غيري عادلانه او په سلو کي 39 وګړو عادلانه ګڼل. خو نن ورځ په سلو کي 60 وګړي رواني اقتصادي اړيکي په آلمان کي غيري عادلانه اړيکي بولي . يوازي په سلو کي 31 وګړي د روانو اقتصادي اړيکو څخه راضي دي .
ددغي څېړونکي موسسې په يوه اولسي ټولنيزه غونډه کي دبرخوالو ډيرکي وګړو ويلي دي چي، بايد دپوهني او روزني په لاره کي زياتي پانګي په کار واچول شي . او يوازي د پوهني او روزني دپرمختګ له لاري کيدای شي چي دآزاد بازار په يوه اقتصادي سيستم کي شانسونه سره مساوي شي .