1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي مهاجر د څه ډول مرستو مستحق دي؟

۱۳۹۵ خرداد ۲, یکشنبه

آلمان هیواد تر ۲۰۲۰م کاله پورې د مهاجرو د لګښتونو په برخه کې نژدې ۴۰ میلیارده یورو په نظر کې نیولي دي. ورته نوم اړوند اعداد و شمېرې په دغه مطلب کي لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/1IsZY
انځور: picture-alliance/dpa/S. Rampfel

د آلمان د حکومت کابینه غواړي چې په پلازمینه برلین کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د مهاجرو د ادغام قانون تصویب کړي. خو د مهاجرو په برخه کې به د آلمان د دولت ټولیز لګښت څومره وي؟

آلمان لپاره د مهاجرو ټولیز لګښتونه به څومره وي؟

د رپوټونو له مخې، د آلمان د مالیې وزارت د مهاجرو لپاره تر ۲۰۲۰م کال پورې شاوخوا ۹۳،۶ میلیارده یورو بودیجه په نظر کې نیولې ده. په دغې محاسبه کې د مهاجرو ادغام او د هغو د هستوګنځایونو لګښتونه شامل دي. دغه راز په ناامنو او بحراني سیمو کې د مهاجرت له لاملونو سره د مبارزې په برخه کې هم پیسې په نظر کې نیول شوي دي.

آلمان ته په څه شمیر مهاجر راځي؟

د آلمان د مالیې وزارت د وړاندوینې له مخې، په روان میلادي کال کې به ۶۰۰ زره مهاجر، راتلونکې کال کې ۴۰۰ زره او له هغې نه پس به په هر کال کې ۳۰۰ زره مهاجر آلمان ته راشي.

تیر کال د آلمان په «ایزي-سیستم» (EASY-System) کې له یو میلیون څخه زیات مهاجر راجستر شوي ول چې له دغې ډلې څخه ۴۷۷ زره کسانو یې د پناه، غوښتونکي شوي دي.

پناه غوښتونکي څه ډول مرستي تر لاسه کوي؟

د پناه غوښتونکو مهاجرو لپاره د مرستو او د مرستو د ډولونو موضوع، «مهاجرو سره د مرستې» په ځانګړي قانون کې ټاکل شوې ده. د دغه قانون له مخې هر پناه غوښتونکي ته د ژوندانه د اړتیا وړ اړین شیان؛ لکه: خوراکي مواد، جامې، درمل او د کور وسایل په نظر کې نیول شوي دي.

په لمړنیو هستوګنځایونو کې میشتو «مجردو» مهاجرو لپاره، په میاشت کې ۱۳۵ یورو د جیب خرڅ په توګه ورکول کیږي. د دې ترڅنګ د ځینو جنسي مرستو امکانات هم ورسره شته.

کله چې پناه غوښتونکي له لمړنیو هستوګنځایونو څخه خپلو دایمې هستوګنځایونو ته انتقالیږي، بیا ورته د میاشتې ۳۵۴ یورو ورکول کیږي او سربیره پر دې، حکومت به د هغه د کور کرایه او نور لګښتونه هم ورکوي.

د آلماني ژبې له زده کولو پرته ادغام امکان نلري

هغه پناه غوښتونکي چې د ۲۰۱۵م کال له نوامبر میاشتې راپدیخوا یې غوښتنلیکونه رد شوي دي، خو بیا هم راتلونکې کې په آلمان کې د پاتې کیدو « ښه چانس» لري، کولای شي د ادغام کوروسونو کې ځان شامل کړي. د ادغام په کورسونو کې مهاجرو ته د آلماني ژبې او د آلمان د اساسي قانون، تاریخ، فرهنګ او د دغه هیواد نورو مهمو ارزښتونو په باب روزنې ورکول کیږي.

د دغه کار موخه دا ده تر څو د کورسونو کډونوال په آلماني ژبه خبرې وشي کړای او له لارې یې ځانونو ته کارونه پیدا کړي.

ایالتونه زیاتو پیسو ته اړتیا لري

د آلمان حکومت په تیر سپټمبر میاشت کې ومنله چې په ایالاتو کې میشت هر مهاجر لپاره به د میاشتي ۶۷۰ یورو ورکوي. خو صدراعظمې انګلا مرکل اعتراف وکړ چې دغه اندازه پیسې د هر ایالات یوازې ۲۰ سلنه لګښتونه پوره کوي. خو ایالتونو له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د مهاجرو ۵۰ سلنه لګښتونه دې پرې کړي. له همدې کبله د ایالتونو او سیمو دغه غوښتنه پرځای او منصفانه بلل کیږي. په پام کې ده چې دغه موضوع، د مرکزي حکومت او ایالتونو تر منځ یوه کنفرانس کې چې د روانۍ میاشتې پر ۳۱ مه نیټه ترسره کیږي، په نهايي توګه حل شي.

لوی ښارونه تر «ځانګړي» فشار لاندې دي

ډیری مهاجر غواړي چې په لویو ښارونو کې ژوند وکړي، ځکه هلته یې خپلوان ژوند کوي او تر څنګ د کار موندلو ښه چانسونه او شرایط په کې ویني. د بیلګې په توګه: پلازمینه برلین ښار چې په خپله د یو لړ مالي ستونزو سره مخ ده، په روان کال کې به د مهاجرو د سرپرستۍ لپاره ۹۰۰ میلیونه یورو لګوي. خو د آلمان د سنا مجلس د دغه پروګرام لپاره یوازې ۶۰۰ میلیونه یورو غوښتنه کړي او تمه لري چې حکومت په دې برخه کې ورسره ودریږي.