1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي مهاجرو ته د کورونو نوې پروژه

۱۳۹۴ اسفند ۲, یکشنبه

المان ته په ۲۰۱۵ کال کي له يو ميلون څخه زيات کډوال راغلي دي. سرپناوو ته سخته اړتیا ده چي له دې کبله اوس د آلمان ښارونه ډير زیات د لرگیو کورونه جوړوي. دغه کورونه ژر ودانیږي او د چاپيريال ساتنې له پلوه يې هم ګټه زياته ده.

https://p.dw.com/p/1HzQG
انځور: Brüggemann Holzbau GmbH

د المان د چاپيريال ساتنې او ودانیو وزیره باربارا هیندریکس وايې:« موږ په اوس وخت کې په کال کې ۳۵۰ زره د نویو کورونو ودانولو ته اړتیا لرو او دا یوازي د مهاجرو له پاره نه.» د هغې د اټکل له مخې د دې کار لپاره له فدرالي بودجې څخه په کال کې ۱،۳ ملیارد ایرو نورو پیسو ته اړتیا ده.

د المان د کرایې نشینو خلکو صنفي اتحادیې د معلوماتو له مخي، حتی دا هم کفایت نه کوي، دا باید ل درې تر څلور ملیاردو ایرو پوره وي. دغه پيسې بايد ډيري ژر د ایالتونو د محلاتو په اختیار کې ورکړل شي، تر څو هغوی يې د مهاجرو له پاره په عاجلو مرستو کي ولګوي. ډيری کډوال اوس په موقتي او عاجلو سرپناوو، لکه د سپورت او صنعتي سالونونو کې، په زړو پوځي قشلو کې او هم په خيمو کې ژوند کوي.

د حل بله لار له لرګیو څخه ودان شوی کورونه

د کانتينري کورونو ته اوس مهال لاس رسې ډير سخت شوې. په وروستیو مياشتو کې يې په قيمتونو کي څو سلنه زياتوالې راغلې. د سرپناه د کمبود د ستونزی د حل لپاره د د ایالتونو محلات له لر گیو څخه د کورنو په جوړولو لاس پوری کړی دی.

د دي ډول کورونو زیاتې برخې د لرګيو د شرکتونو له خوا جوړيږی او بیا وروسته هغه ټاکل شوی ځای ته چې کور بايد په کی ودان شی انتقاليږي.

د کوچنيو ودانیو نقشه کول او د هغو د جوړولو د اجازې اخیستل له دوه میاشتو څخه تر دريو مياشتو پوري وخت نیسی. يو څه ستر بلاکونه بیا تر دریو پوړونو پوري د پنځو يا شپږو میاشتو په موده کی جوړیږي.

د المان د نورد راین ویست فالن د ايالات د چاپيريال ساتنې وزير يوهانيز ريملز په مونستر کي له لرګیو څخه د مهاجرو له پاره د اوسیدنې له ودانۍ څخه د ليدني پر وخت وويل:« د مهاجرینو له پاره د دغه ډول کورونو جوړول د يوی عاجلې کاراخیستنې په توګه ترینه ګټه اخیستل کيدای شی،چې بل ځای ته د انتقالولو وړ هم دی. معنی دا چې د دا ډول ودانیو جوړول دا امکانات په لاس ورکوي چې هغه بیرته سره خلاص کړاې شي او او په بل ځای کي جوړ کړای شي.»

د لرګي د رنسانس دوره

له لرګيو څخه جوړ شوي کورونه د خلکو په منځ کي ډير محبوبيت لري. په تيرو دوه و لسیزو کی ډيرې شرکتونو دغه ځانګړتیا ته په پام سره کورونه ودان کړی دي. په دی مانا چې د دی ډول کورونو په ودانولو کې ښه تجربه حاصله کړي ده. دغه کورونه په لږه موده کی جوړ او ارزانه بیه تمامیږي.

بله ښيګڼه يې دا ده چې حرارت ساتي،په دوبي کې ساړه او په ژمي موسم کی تاوده وي. په المان کی په ۲۰۱۴ کال کي هر يو اوم ودان شوی کور له یو ډير کلک لرګی څخه جوړ شوې او د المان په سویل کې هر څلورم کور.

د «مهاجرو له پاره د لرګیو ودانۍ» په نامه د معلوماتو له مرکز څخه څخه چې په دی وروستیو کې د المان په نورد راین ویست فالن کې جوړ شوی، مارتین شوارڅ وايې:« موږ يو رنسانس تجربه کوو.» د هغه د وینا له مخې نوموړې مرکز د ایالتونو له محلاتو او پلان جوړونکو سره مرسته کوي. هغه وايی: « له لرګي څخه جوړ شوی کورونه ډيري ګټي لري. لکه په لږه موده کې او په ارزانه بيه ودانیږي او بل دا چې لرگې پایښت لرونکی او بیا د کار اخیستو وړ دې او تر ټولو مهمه چې لرگي حرارت ساتي.»

شوارڅ د لرگي اهمیت ته په اشارې سره وايی: «کوم میعارونه چې د انرژۍ د سپما لپاره ټاکل شوي دي، له لرگیو څخه د کار اخیستو سره خوندي ساتل کیږي»

د تقلید کونکو لپاره مودل یا نمونه

دا چې له لرگي څخه کار اخیستل د انرژۍ په سپما کي مرسته کوی، ښه بیلگه یې د المان د راوینزبورګ ښار دي: دلته د تیر میلادی کال په پای کې مهاجرو د نوي سر پناه پر سر د سولار انرژی دستگاه جوړه کړه. کومه بریښناه چې له دغې دستگاه څخه لاس ته راځي، د دغې سرپناه ۹۰ سلنه اړتیا پوره کوي او له دې لارې د بریښنا مصرف کمیږي.

د دغې دستگاه جوړول په عین وخت کې یوه بله مثبته جانبي اغیزه هم درلوده. هغه دا چې: په یو لس ورځنې ورکشاپ کې ۱۵ مهاجرو دغه تخنیک زده کړ او ډيره لیوالتیا یې ورسره ښکاره کړه. د دی سیمنار مسؤل کلاوس شايبر وايې :«کله چې هغوی کوم وخت وکولای شي چې خپل وطن ته ستانه شي، نو غواړي چې هلته د سولار دستگاوې جوړي کړي.» نوموړې زیاتوي: سر بیره پر دې مهاجر له دې لارې کولاې شي، چې د آلمان حرفوي زدکړو ته نظر واچوي او د مسلکي زدکړو له امکاناتو سره پیژندگلويٍ پیدا کړي.

شایبر وايې؛ چې د دغې نمونه يې پروژې لپاره لیوالتیا د «راوینزبورگ» د ښار له گاونډیو سیمو څخه هم ښودل شوې ده: «د مهاجرو په همکارۍ د نورو سرپناوو پر سر د سولار د انرژۍ د دستگاوو د جوړولو لپاره ماته نوي فرمایشونه رارسیږي.»