په آلمان کي له پناه غوښتونکو سره بد چلند سوی
۱۳۹۳ مهر ۷, دوشنبهآلماني چارواکي اوس دوه داسي ساتونکي څېړي چې ویل کیږي په بوربخ ښار کې یې د پناه غوښتونکو په یوه استوگنځای کې ځینې پناه غوښتونکي زورولي دي. دغو کسانو خپل کارونه په گرځنده تلیفونونو کې ثبت کړي دي.
څېړونکو د دغو انځورونو او ویدیوگانو څخه یو یې د یکشنبې په ورځ رسنیو ته سپارلی دی. د هاگن ښار د پولیسو مشر فرانک ریشتر، د انځورونو په اړه وویل: «دا داسې انځورونه دي چې زموږ ډیر کسان یې شاید له گوانتانامو سره ربط ورکړو [...] دواړه ساتونکي د دې کار د کولو په حال کې خاندي.»
په خپاره شوي انځور کې یو پناه غوښتونکی پر ځمکه باندي پرې ايستل شوی دی او د یوه ساتونکي پښه د هغه پر غاړې باندي ایښوول شوې ده. یو بل ساتونکي بیا پناه غوښتونکي ته نزدې ناست دی او داسې ښکاري چې ځان د انځور له پاره چمتو کوي.
دیشتر وویل، د دې امکان شته چې دغه جنایات له بتعیض ډک ول، خو هغه ټینگار وکړ چې د پیښي څېړنه اوس په خپلو لومړنیو مراحلو کې ده. هغه زیاته کړه: «تر اوسه پوري داسي شواهد نه دي ترلاسه شوي چې تورن کسان دې په افراطي ښي اړخو پوري تړاو ولري.»
دغه معلومات په لومړي سر کې د WDR تلویزیون له خوا بربنډ شول. د دې تلویزیون په یوه خپرونه کې عیني شاهدانو ویلي ول چې ساتونکو هغوی وهلي او توهین کړي دي. WDR همداراز روښانه کړې وه چې د هغوی یوه خبریال داسې ویدیو هم لیدلې وه چې پکښې خپاره شوي انځور ته ورته حالت ښوول شوی وو.
په زیگن کې لوړپوړي څارنوال یوهانس داهایم، وویل چې په یوه ویدیو کې ډیر بد حالت ښوول شوی دی: «دا ډیري زوروونکې خبره ده چې سړی فکر وکړي چې دغه کسان له نورو هیوادونو څخه موږ ته د سخت تاوتریخوالي له زغملو وروسته راځي. هغوی دلته پناه غواړي خو بیا له داسې یوه وضعیت سره مخامخ کيږي. دا د هغوی وضعیت لا پسې خرابوي.»
د آلمان د نارد راین ویستفالن، ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف یگر، د آلمان له لومړي تلويزيوني چينل سره په خبرو کې ویلي دي چې چارواکي به دغه پیښه تعقیب کړي، څو «ډاډه شي چې دغه شان وضعیت بیا نه رامنځ ته کیږي».
رسنیو رپوټ ورکړی دی چې شکمن کسانو یوې شخصي کمپنۍ ته چې European Homecare نومیده کار کاوه. دغه کمپنۍ په آلمان کې د کډوالو د کمپونو د ساتلو یوه اصلي قراردادي ده.
یوازي د روان کال په لومړۍ نیمایي کې تر ۶۵۰۰۰زيات کسانو په آلمان کې د پناه غوښتني عریضې ورکړې دي. آلمان په دې موده کې تر بل هر اروپايي هیواد ډیر کډوال منلي دي.