1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي له مهاجرو سره زروزياتی ورځ تر بلي ډېريږي

۱۳۹۴ آبان ۱۴, پنجشنبه

د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي په آلمان کي له مهاجرو سره زورزياتی د تيرکال په پرتله درې برابره زيات سوی دئ. فعالانو په دې اړه له حکومته د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1H0OJ
انځور: picture-alliance/dpa/SDMG/Friebe

دي ويلت (Die Welt) ورځپاڼي د آلمان د جنايي ادارې په حواله ليکلي دي چي روان ميلادي کال په دغه هيوا کي د مهاجرو د اوسېدو پر ځايونو او کمپونو د زورزياتي ۱۰۴ پيښي ثبت سوي دي، چي ۵۳ ئې ودانيو ته د اور اچولي پيښي دي.

که سړی تير کال ته وگوري نو په ټول ۲۰۱۴م کال کي د زورزياتي يوازي ۲۸ پيښي ثبت سوي وې.

ورځپاڼي ليکلي دي چي د پناه غوښتونکو د اوسېدو پر ځايونو باندي نزدې ۶۳۷ جنايي، تبليغاتي او د نفرت پيښي ثبت سوي دي، چي دا د تيرل کال په پرتله درې برابره دي. يوازي د ۲۰۱۵م کال په دريمو درو مياشتو کي د جنايي جرمونو ۳۰۳ پيښي ثبت سوي دي.

د خوندي ځايونو غوښتنه

د ورځپاڼي د راپور له مخي د پناه غوښتونکو د کمپونو مسئولانو په اصطلاح د خطر زنگ وهلی دئ. د دغو مامورينو مشر اولريخ ليلي ويلي دي: «موږ اوس د نژاد پرستی او ښی اړخو افراطيانو د زورزياتي له يوې سختي څپې سره مخامخ يو. دغه شان وضعيت په تيرو ۲۰ کلونو کي نه وو.»

دغه راز پر هغو کورونو او اوسېدونکو هم يرغلونه ډېر سوي چي مهاجر پکښي اوسيږي يا ئې ځای ورکړی وي. مامورانو ويلي دي چي د دغو سيمو ساتنه بايد وسي.

په آلمان کي د مهاجرو د کمپونو مشر اوليرخ ليلي، پر امنيتي ارگانو نيوکه کړې ده. دا هيڅ د منلو نه ده چي د اور سوځوني څو پيښي روښانه سوي دي: «بريالۍ پوښتني گروېږني او پلټني کولای سي چي د زورزياتي د ډېرښت مخه ونيسي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب