په آلمان کي عنعنوي کیک او کلچې
د کرسمیس په رارسیدو سره په ټول آلمان کی داسي عنعنوی خواړه بازار ته عرضه کیږي چی یوازي په همدې وخت کي موجود وي. تر ټولو زیات د کرسمیس مخصوص کیک او ځانگړې کُلچې زیات مینه وال لري.
په داښ کي تازه پخې سوي کلچې
په زیاترو کورنیو کي په گډه سره د کرسمیس د کلچو پخول یوه پخوانۍ عنعنه ده. تر ټولو ساده کلچې د قالب په واسطه جوړيږي چی ژر پخیږي. دغه کُلچې بېلابېل ډولونه لري، لکه ستوری، سپوږمۍ، زړه او یا هم د مختلفو حیواناتو شکلونه. د دغو کلچو پر مخ د هگۍ ژیړ وهل کیږي.
وانیل لرونکي کلچې
په آلمان کي هغه کلچې چي وانیل پکښي کارول سوې وي، ډیر مینه وال لري. یه کرسميس کي هم یو ډول اتریشي کلچې پخیږی چی ډیره مغزیانه او وانیل ور اچول کیږي. د دغه ډول کلچو بوی هغه وخت زیات وي، چی تازه له داښ څخه راوایستل سي.
کوچ لرونکي کلچې
په منځنۍ پیړۍ کي د کرسميس کیک بې له کوچو او کشمشو پخیدی. خو هغه وخت دومره خوندور هم نه وو. خو وروسته بیا د هغه خوند هغه وخت ډیر سو چي ډیر کشمش او کوچي ور اضافه سول. تر ټولو د مخه د درسدن په نامه د کرسميس کیک ډیر خوندور دی.
ټاپه یې کلچې
د دغه ډول کلچو پخول په اول سر کی د آلمان په نیدر راین، بلجیم او هالند کي رواج درلود. پر هغو باندي به مخکي تر پخیدو یو ډول ټاپه وهل کیده. کله کله پر دغو کلچو باندي د بابه نویل یا سانتا کلاوس د عکس ټاپه هم لگول کیږي.
خبره په مساله کي ده
خوندوري مسالې لکه بادیان، هیل، مشکات، وانیل او دارچینی د کرسميس عنعنوي کیک او کلچو ته ځانگړی طعم او خوند ورکوي. د هغه چا چي د دارچني ستوری شکله کلچې خوښیږي، نو باید په هغو کی د سیلون دارچینی وکاروي، ځکه چي صحت ته ضرر نه رسوي.
د واورې شکلونه
پر کاغذي بسکېتو باندي میده سوې کوپړه، د هگیو سپین او یا هم بوره اچول کیږي. د میده سوو بادامو څخه یو ډول کلچې ډیر شهرت لري چی په آلمان کی ورته ماکرون او په فرانسه کی ورته ماکارون ویل کیږي. بسکېتي کاغذونه په منځنیو پیړیو کي د کلچو د لاندینۍ برخې په توگه کارول کیدل.
جاودوگري کور
له کیک او کلچو څخه جوړ سوي دغه ډول کور څخه په پخوانیو نکلونو کي یادونه سوې ده. ویل کیږي چي یوې چالاکې جاودگري هڅه کوله ددغه ډول یوه کور په جوړولو سره یوې بې وزلي او وږې کورنۍ ته بازي ورکړي. خو په اوس وخت کی دغه ډول یو کار کومه نتیجه نه ورکوي. د دغه کور له پاره کیک او کلچو په پخولو کی سړی کولای سي بیلابیلې مسالې کار کړي.