په آلمان کي د کډوالو له پاره د سرپنا لټه
۱۳۹۴ مرداد ۲۱, چهارشنبهآلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر ورځ تر بلي زیاتيږي. د دغه هيواد د کډوالو چارو فدرالي ادارې د روان میلادي کال په پیل کې۳۰۰ زرو کډوالو د راتگ اټکل کړی وو. خو په می میاشت کې یې دغه شمیر آن تر ۴۵۰ زرو اټکل کړ.
په دې ترڅ کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ویلي دي چې ښایي دغه شمیر د اټکل شوي شمیر په پرتله د پام وړ زیات شي. خو په دې هکله هغه کوم دقیق ارقام وړاندي کړي نه دي.
خو د آلمان د ښارونو او ناحیو اتحادیه بیا د سږ کال له پاره دغه شمیر ۶۰۰ زره اټکلوي. د نورد راین ویستفالن ایالتي حکومت د څرگندونو له مخې یوازي دغه ایالت ته هره ورځ شا او خوا ۱۰۰۰ کډوال رسيږي.
خېمې او سپورتي جمنازيمونه د سرپناوو په توگه
خو پوښتنه دا ده چې ښارونه او ناحیې څرنگه دومره کډوالو ته سرپناوي برابرې کړي. په بیړني حالت کې ځینو ښارونو د خیمو کمپونه جوړ کړل. خو دغه اقدام ښایي یوازي د دوبي په موسم کې بسنه وکړي نه د اوږدې مودې له پاره.
د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر مارکوس اولبیگ، په دریسدن ښار کې د خېمو په یوه کمپ وویل، چې خلک يوې خوندي سرپناه ته اړتیا لري.
خو د نورد راین ویستفالن ايالت د ټولنیزو او ادغام چارو وزیر گونترام شنایدر، بیا ویلي دي چې د خېمو کمپونه «تر ټولو غوره» لار نه ده، خو په وینا یې دی اوسمهال کوم بل امکان نه ویني.
خو په اصل کې له ډیر وخت راهیسې د کډوالو د راتگ د پناه غوښتني لومړنۍ مرحله مطرح نه ده. د نورنبيرگ ښاروال اولریش مالی، داسې اټکل کوي چې ښایي د راغلو کډوالو ۴۰ سلنه په آلمان کې پاته شي.
د هغه په خبره د کورونو او ادغام مسئله د اوږده مهال له پاره مطرح کیږي. له دې کبله هغه هر کال د۸۰ زرو نويو کورونو د جوړولو غوښتنه کوي، خو یوازي د پناه غوښتونکو له پاره نه.
مالی غواړي چې په دې سره د دې مخه ونیول شي چې په غټو ښارونو کې د ځایي اوسیدونکو او کډوالو تر منځ د استوگنځایونو پر سر کومه سیالي رامنځ ته نه شي، چې په وینا یې دا کار د آلمانانو په منځ کې د کډوالو منلو ته چمتووالی په بیړه له منځه وړای شي.
خالي ځایونه، خو په ناسم موقعیت کې
د پخوا په شان په آلمان کې ډیري خالي ودانۍ شته چې ښایي د کډوالو د سرپناوو په توگه مناسبي وي. خو د دغو ودانيو ډيري يې په ليرو کليو او بانډو کې دي.