په آلمان کي د ږیرو او بریتونو نړیواله سیالي
د آلمان د شتوټګارت، په یوه اطرافي سیمه لاین فیلدن کې د نومبر میاشتې پر دوهمه نېټه د ږیري او بریتونو نړیواله سیالي ترسره شوه. په دغي سیالۍ کې د۲۰ هیوادونو نزدې۳۰۰ کسانو په اتلسو ګټګوریو کې برخه اخیسته وه.
امریکايي آرمین بیلې فیلد، ته د خپلي ږیري د موډ«سټایل» جوړولو له پاره نزدې ۶ ساعته وخت پکار دی. د نړۍ د ۲۰ هیوادونو نزدې۳۰۰ کسانو په اتلسو ګټګوریو کې په دې سیالي کې ونډه اخیسته وه.
آلمانې ډیټر بیزوخ، د فري سټایل«آزاد مود» ږیري د ګټېګورۍ په برخه کي بریا تر لاسه کړه.
امریکايي دانیل لیبلر،هم په دې سیالي کې ګډون کړی وو. په دې سیالي کې د ګډون له پاره تر ټولو ډیر کسان له امریکا څخه راغلي ول.
آلماني کارل یاینز هیلې، د بادشاهي ږيري او بریتو په ګټګورۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
امریکايي کیته هیبرش، هم د بریتو د فري سټایل« آزاد موډ» په سیالیو کې برخه اخیستې وه.
امریکايي جسټن کیلې مایر، هم په دغي سیالي کې برخه اخیستې وه. هغه ته پنځه ساعته وخت پکار وو چې د خپلې ږیرې سټایل جوړ کړي.
ولي چیولیر، د اوږدو ږیرو د فري سټایل په مسابقه کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
له اطریش څخه نور برټ ټوپف، هر کال په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
له ۱۹۹۰ عیسوې کال راهیسي هر دوهم کال د ږیري او بریتو مسابقه ترسره کیږي.
د ږیرې او بریتو دغه نړیواله سیالي هر دوهم کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ترسره کیږي.
په مجموع کي په ۱۸مختلفو ګټګوریو کې دغه سیالۍ ترسره شوه. په دې انځور کې د آزاد انګلیسي مود بریتونو ګډونوال لیدل کیږي.
د دغو سیالیو د نندارې له پاره ډیر شمیرکسان را ټول شوې ول.
آلماني وولفګنګ شنایدر، د طبیعي بریتونو د آزاد مود په سیالیو کې بریالی اعلان شو.
آلمانی ایلمر وایسر، هم د بشپړي ږیري د آزاد موډ په سیالیو کې ګډون کړی وو.