په آلمان کي د چرسو د آزادۍ تازه تلاښ
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه
د آلمان د لوړي راډيو تلويزيون شبکې د يوه راپور له مخي د محافظه کاره مسيحي ديموکرات گوند وياند او د زرغونو د گوند وياند په گډه يوه بيانيه خپره کړې ده چي پکښې د چرسو او بنگو بوټو د ځکولو د آزادۍ غوښتنه سوې ده.
د آلمان د زرغونو گوند له کلونو راهيسي په دې تلاښ کي دئ چي په دغه هيواد کي د چرسو څکول آزاد سي.
د دغو گوندونو ويندويان په دې نظر دي چي د آلمان حکومت څخه سياست چي د چرسو د توليد او څکولو په برخه کي لري بريالی نه دئ او اوس هغه وخت دی چي د چرسو په آزادېدو سره به ئې هم بازار کنترول سي او هم به د قاچاقبرو د پراخو اقتصادي سرچينو مخه ونيول سي.
دغه سياستوال په دې نظر دي چي د دې پرځای چي هغه ځوانان چي د چرسو په څکلو سره ئې په جنايي عمل تورن کړو، ښه به دا وي چي د دغو موادو بيه لوړه کړو چي هرڅوک ئې را نه نيسي او له هغو ځوانانو سره چي چرس څکوي ژور ديالوگ ولرو څو دوی دې ته تيار کړو چي چرس پرېږدي.
د دغو دواړو سياستوالو په گډه بيانيه کي راغلي دي چي د آلمان حکومت له کاله له يوه څخه تر دوو ميليادو يورو پوري يوازي په دې لاري کي مصرفوي چي د چرسو او بنگو بوټو استعمالونکي تعقيب او ونيسي.
د دوی په خبره که دولت د چرسو او بنگو بازار له قاچاقبرو څخه په لاس کي واخلي له کاله به له دې لاري دولت دوه ميليارده يورو ماليات تر لاسه کړي.
کارپوهان په دې نظر دي چي د چرسو او بنگو بوټو د څکولو د ممانعت پر ځای د هغه آزادې ډېره په گټه ده. د دوی په خبره د اروپا په هغو هيوادونو کي چي چرس آزاد دي ډېره ښه نتيجه ورکړې ده.