په آلمان کي د «پيگيدا» پرضد مظاهرې
۱۳۹۳ دی ۲, سهشنبه
د پولیسو د معلوماتو له مخي په مونشن کې پرون ماښام لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ خلکو د اسلام ضد غورځنگ «پيگيدا» پر ضد سړکونو ته راووتل. د احتجاج سازمان ورکونکو حتې د ۲۵ زرو خلکو د گډون خبره کوي. د مونشن ښار د اوپرا ودانۍ مخي ته دغه ستر احتجاج ته د مختلفو گوندونو، کلیسیايی ډلو، هنرمندانو او د کډوالو سازمانونو بلنه ورکړې وه.
د آلمان د مونشن ښار مشر ښاروال دیتر رایتر، چې د سوسیال دیموکرات گوند غړی دی وویل: «دغه مظاهره د مونشن ښار تر ټولو ښکلې څيرې نښانه ده. دلته په زرونو خلک د نژادپالني او تجرید پرضد راټول شوی دی.» هغه وویل چې د بوریا ایالت په مرکز مونشن کې «پيگيدا» لا تراوسه ریښې زغلوي نه دي.
د «لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد د اروپايی وطنپرستانو» مخفف «پيگيدا» دی. په تیرو اونیو کې دغه غورځنگ په منظمه توگه د آلمان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونو ته بلنه ورکړې ده او په خاصه توگه په آلمان کې د کډوالو د زیاتیدو پرضد خبرداری ورکوي او ادعا لري چې په دې سره آلمان «پردی» کیږي او خپل اصلی هویت له لاسه ورکوي. دغه غورځنگ د آلمان د پناه غوښتني د قانون د بدلون غوښتنه کوي. کارپوهان اټکل کوي چی د دغه غورځنگ یوه برخه افراطي ښی اړخي جوړوي.
د «Pegida» د مظاهرو لمن پر پراخیدو ده
په عین وخت کې د آلمان د دریسدن چې د «Pegida» غورځنک د زیږیدو ټاتوبی دی، لمن وار په وار پراخیږي. په دغه ښار کي د دغه غورځنگ په لسمه مظاهره کې، د پولیسو د معلوماتو له مخې، نزدې ۱۷۵۰۰ کسانو گډون کړی وو. دا د یوې اونۍ دمخه مظاهرې په پرتله چې هره دوشنبه د آلمان د زاکسن ایالت په مرکز دریسدن کې کیږي،۲۵۰۰ زیاتوالی ښيي.
په دغه ښار کي بيا د «Pegida» پر ضد څه نا څه ۴۵۰۰ کسانو لاريون وکړ او نزدې۴۰۰ کسان په «کرایڅ کلیسا» کې د سولي دعا وکړه.
سیاستوال یو گډه دريځ نه لري
د آلمان سیاستوال اوس په دې لټه کې دي چې په دغه هيواد کي د کډوالو ضد دغه غورځنگ ته څرنگه ځواب ورکړي او څرنگه چلن ورسره وکړي. د تیورینگن ایالتي لومړی وزیر بودو رامیلو، چې یو کيڼ اړخی سیاستوال دی له «Pegida» سره د یالوگ مخالفت کوي. هغه د بهرنیو کډوالو د يوه کمپ د لیدني پر مهال وویل: «له نژاد پالونکو سره راشه درشه په کار نه ده. ښه خبره دا ده، له هغو کسانو سره چې د «Pegida» په مظاهرو کې گډون کوی خبرې وشی چی له بهرنیو کډوالو څخه ویره لري، حال دا چې دا ویره بې ځایه ده. بهرني کډوال هیڅکله د نورو کارځایونه نه نیسی.»