1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د پولي سمښت څخه شپېته کاله تيريږي

۱۳۸۷ خرداد ۳۱, جمعه

دا هغه وخت و چي د دوهمي نړيوالي جګړې څخه وروسته په جرمني کي چور او چپاول د ورځني ژوند يوه برخه ګرځېدلې وه

https://p.dw.com/p/ENSd
لود ويک ارهارد د وخت د درو زونونو د اقتصاد مسؤل چي په آلمان کي هغه ته د اقتصاد پلار ويل کيږي
لود ويک ارهارد د وخت د درو زونونو د اقتصاد مسؤل چي په آلمان کي هغه ته د اقتصاد پلار ويل کيږيانځور: AP

د 1948 عيسوي کال د جون د مياشتي پر 20 نېټه د آلمان نوی پولي قانون پلی سو.

ددې پولي سمښت د طراحانو څخه يو هم د اقتصادي چارو امر او وروسته د آلمان صدراعظم لود ويک ارهارد و. نوموړي په دې ورځ باندي پخپله وينا کي وويل:

«د وروستيو ورځو باطني کوښښ وروسته، يوځل بيا زموږ عادي ورځنی ژوند پيل سوی دی . د آلمان اولس نن بيا په آرامه او هوښيارۍ سره پخپل کار پيل کړی دی . او زه باور لرم چي ډير لږ کسان د دې آزادۍ په احساس باندي پوه سوي نه وي، وروسته له هغه چي موږ څنګه په ګړنګ کي لوېدلي و.»

دا چي ارهارد ويل چي په ګړنګ کي لويدلي و، د آلمان اولس د جګړې څخه وروسته دا ښه درک کوله . د ډيرو زياتو پيسو په مقابل کي يوازي ډير لږ محصولات موجود وه. د سکرو د ګاډيو چور او چپاول او تور بازار د جګړې څخه وروسته د ورځني چلندونو له جملې څخه وه . په تو بازار کي ټول شيان پيدا کيدل، خو که چيري سړي د هغه په بدل کي ضروري توکي درلودلای. تر پولي سمښت پوری سړي د ټولنيز آزاد اقتصادي بازار څخه خبري نسوای کولای . او دا سره لدې چي سوسيال مسيحي ګوند د کانونو ضبطول غوښتل.

کورت شومخر Kurt Schumacher د سوسيال ډيموکرات ګوند د رييس په توګه د کپيتاليزم د پرمخ ختمېدو څخه خبري کولي او د لوی صنعتي تصدۍ خاوند د کروپ د فولادو د ډيري غټي فابريکې رييس الفريد کروپ د نازيانو د ان. اس. د. آ. پي. د ګوند د ساتني په خاطر په زندان کي ناست ؤ.

د آلمان د درو زونونو د اقتصادي چارو مسؤل لود ويګ ارهارد لپاره پولي سمښت په یو نوي ټولنيز اقتصادي نظم کي يوازي لومړنی ګام شمېرل کيدی . د هغه په محور کي بايد چي د مصرف آزادي، د کار او صنعت آزادي، د شغل او د کار د ځای د ټاکلو آزادي او همدا راز د شخصي مالکيت او د مزد او معاش د ټاکلو آزادۍ موجوده وای.

ارهارد ويلي وه: « هغه وخت چي دغه آزادۍ ، د کار د ځای د انتخابولو آزادي او تر ټولو د مخه د مصرفي موادو آزادي ښکاره سي، نو بيا ددې انتظار کولای سو چي د آلمان اولس د خپل سياسي سرنوشت په تعيينولو کي فعاله ونډه اخلي.»

د پولي سمښت په لومړيو روځو کي دوکانونه خالي سوي وه. د محصولاتو بيي ډيري لوړي سوي وې . بالاخره په مطبوعاتو او سياست کي د ټولنيز آزاد اقتصادي بازار د تجربې د ختمېدو غوښتنه کيدل . څه نا څه 9 مليونو کارګرانو د1948 کال د نوومبر په مياشت کي د کارګري اتحاديو په بلنه په يوه عمومي اعتصاب کي برخه واخيسته چي د جګړې څخه وروسته یوازنی عمومي اعتصاب ؤ. ... د اقتصادي پلوه پولي سمښت يو لوی برياليتوب ؤ چي، د جګړې څخه وروسته يې د ستونزو ډک کلونه د خلکو څخه هير کړل .