1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د سېلابونو خطر نور هم ډير سوی دئ

شمس الرحمان ناصر(دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۲۰, دوشنبه

د آلمان په ختیځ کې د سیلابونو له امله د زیانمن شوو سیمو حالت نورهم مخ پر خرابیدو دی. د ایلبي سیند ته جوړشوی بند سیلابونو وړی دی او د مګدیبورګ ښار اوسیدونکي ته له خپلو کورونو څخه و وتلو ویل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18mgR
11.06.2013 deutschland heute Hochwasser
11.06.2013 deutschland heute Hochwasser

د ایلبي سیند د اوبو سطحه دومره لوړه شوې یعني۷،۴۸ مترو ته چي تر اوسه پوري بې ساري وه. دغه سطحه د عادي وخت په پرتله ۵ متره ډيره ده. د اوبو د سطحي دغه لوړوالی د ۲۰۰۲ کال د ویرانونکو سیلابونو په پرتله هم زیاته ده.

اوس د مګدیبورګ ښار نږدې ۲۳ زره اوسیدونکو ته خبر ورکړل شوي دی چي له خپلو کورونو څخه ووزي. د دغه ښارد ښاروالۍ ویاند ویلې دي چې د سیلابونو د زیاتیدو د خطر له امله ښاریانو ته د سیمي د پریښودو هدایت ورکړل شوی دی.

خوندي ځای ته انتقال سوي کورنۍ
خوندي ځای ته انتقال سوي کورنۍانځور: picture-alliance/dpa

سیمه ییزو چارواکو ويلي دي چې د مګدیبورګ په جنوب کې د آکین د سیمي او شاوخوا کلیو ۸۰۰۰ اوسیدونکي د بسونو په وسیله د سیلابونو د خطر څخه خوندي ځایونو ته انتقال شوې دي.

د مګدیبورګ جنوب لور ته د ایلبي او زالۍ د سیندونو د یوځای کیدو په نقطه کې جوړ شوی ډم، اوبه نشي کنترولولای او یوه برخه يي ویجاړه شوې ده. دا په داسی حال کې ده چې د ژغورونکي ډلۍ بیا وايي چې د اوبو د سطحې په لوړوالي سره کیدای شي د بند نوري برخي هم زیانمني شي.

د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک هم د یکشنبې په ورځ د سیلاب څپلو سيمو لیدنه وکړه. ګاوک وویل چې « په دې اړه وړاندوینه نشي کیدلای چې په کومه اندازه باید له نورو ستونزو سره مقابله وکړو.»

د آلمان ولسمشر يوآخيم گاوک د سېلاب ځپلو سيمو د ليدني پرمهال
د آلمان ولسمشر يوآخيم گاوک د سېلاب ځپلو سيمو د ليدني پرمهالانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د تورینګن، زاکسن او بايرن په ایالتونو کې د دوشنبې په ورځ د لازیاتو ورښتونو وړاندوینه شوې ده.

د «لایپزیګر فوکس سایټنګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د خپلۍ یکشنبي د ورځې په ګڼه کې د حکومتي چارواکو په حواله لیکلې دي چې حکومت په پام کې لري چې په روانه اوونۍ کې یوه بېړنۍ غونډه را وبلي. په دغه غونډه کې به پر دې موضوع خبرې وشي چې مرکزي حکومت او ایالتي حکومتونه باید د سیلابونو له امله په اووښتي زیان کې څومره ونډه واخلي.

له بلې خوا په آلمان کې مختلفو رسنیو ویلي دي چې دوی یو داسی لیک ترلاسه کړی دی چې په هغه کي د ایلبې سیند پر سر د جوړ شوو بندونو د الوزولو ګواښ شوی دی. د زاکسن انهلت ایالت د کورنیو چارو وزیر هولګر شټالګنیخټ ویلي دي چې دا لیک ډیر جدي نیول شوی دی.

د ډنیوب سیند د سطحي د لوړیدو له امله د هنګري هیواد پلازمېنه بوداپیست هم د سیلابونو له خطر سره مامخ دی. تر اوسه د آلمان په ګډون په اروپايي هیوادونو کې د سیلابونو له امله نزدې ۱۸ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.