1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ستري اقتصادي غونډي په هکله غبرګونونه

۱۳۸۷ آذر ۲۶, سه‌شنبه

د جرمني د صادرت په ناستون کي د حکومت او اقتصادي استازو له بېړنۍ غونډي څخه ډير داسي د يادولو څه نه دي تر لاسه سوي

https://p.dw.com/p/GHAE
د جرمني د ماليې وزير پير شټاين بروک
د جرمني د ماليې وزير پير شټاين بروکانځور: AP

په دې ارتباط د ماليې وزير پير شتين بروک څرگندوي:«زه باور لرم چې سړی يې سره خلاصه کولی شي، لږترلږه يوه روغه جوړه. دا له هغه تېری کوي، چې ټولنيزې پانگې اچونې، کومې چې له دې انکشافي روڼ څخه وړاندې ځي، د زده کړې په برخه کې، سيم غزونې او سيمه ايره پانگوالۍ د پاره د اهميت وړ دي.»

البته د جنورۍ د مياشتې تر پايه پورې به دا ډول پانگه ايز پروگرام منځ ته نه راځي. علت يې دا چې: سړی بايد اول انتطار وباسي چې د امريکې نوی مشر اوباما خپل انکشافي پروگرام په ډاگه کړي، او وروسته له هغه ورسره غبرگون ښکاره شي.

د آزادو دموکراتانو FDP مشر گويده وسترويله د دې د پاره روښانه کلمې په خوله راوړي او وايي:«دا حکومت جدي نه دئ. ډېره لږ مينه لري او معامله نه کوي. دې ته انتطار دئ، چې نور لوی هېوادونه او اولسمشران معامله سره وکوي، دا کار ډېر کم دئ.»

د شنو د گوند مشرې کلاديا روت هم د نتيجو له نشتوالي څخه شکايت وکړ او وړانديز يې وکړ، چې دا غونډه د کرسمس د لمانځنې يا جشن په نامه ويادوي. د حکومتي ټلوالې استازو بيا، لکه د هسن د ايالت لومړي وزير کوخ په دوشنبه، له احتياطي وړاندې تگ څخه خبرې کولې.

کوخ څرگندوي:«دا ډېره ښه وه چې دا ډول جروبحث سره وشو او کومه لانجه راپورته نه شوه، مگر ټول ويني چې موږ کار پرې کوي.»

په دې برخه کې هم کومه روغه جوړه ونه شوه، چې آيا د ماليې کموالی او که د مصرفي موادو د رانيولو پولي سندونه به په راتلونکي کال کې د اقتصادي بحران تلافي وکولی شي او که نه. د باير له ايالت څخه مسيحي سوسياله ټلواله CSU بيا د مخالف گوند آزادو دموکراتانو FDP غوندې د ماليې د کموالي پلوي کوي. چپيان، شنه او د سوسيال دموکراتانو SPD يوه برخه غواړي، چې بايد خلک د استهلاکي پلورل پاڼو او يا د زيات وخت بيکارانو ته د زياتو پيسو په ورکولو سره راوهڅول شي.

حکومت دا دواړه وړانديزونه ردکوي، لکه نگه چي حکومتي وياند ويلهلم يو ځل بيا څرگندوي:«دا کومه د حيرانتيا موضوع نه ده، دا وړانديزونه او دليلونه د برخوالو لخوا په ډاگه ويل شويدي.»

د زياتو برخوالو د پاره په زړه پورې خبره د اقتصاد لخوا معلومات وو. د يو زيات شمېر لويو شرکتونو استازو په يوه خوله سره اقرار وکړ، چې د اقتصادي بحران سره سره به څوک نه بيکاره کوي - کوم څه چې د سوسيال دموکراتانو د گوند د عمومي مشر هوبرتوس هيل Hubertus Heil د خوښۍ سبب شول. ده وويل:«موږ دا يوه ډېره ښه نخښه او اشاره بولو. موږ غواړو او انتظار لرو، چې نور شرکتونه او لويې تصدۍ هم دا ډول تدبيرونه غوره کړي.»

کارگري اتحاديو هم د لويو شرکتونو له ژمنو څخه ښه هرکلی کړی دئ. د فلزاتو د اتحاديې مشر برتولد هوبر Bertold Huber وويل، چې صنايعو د دوی يوه غوښتنه منلې ده. په جنورۍ کې به حکومت او تصدۍ يو ځل بيا په شريکه سره گوري، چې آيا صنايع دې ته چمتو دي او که نه چې د نه بيکاره کونې په اړوند يو تړون هم لاسليک کړي.