1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ساعت اړولو مخالفین مخ پر ډیریدو دي

۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

د جرمني رسنۍ په مني او پسرلي کي تر ټولو زیات د ساعت پر تغیر باندي بحثونه کیږي. په عین حال کی هغه هدف چي د ۱۹۸۰م کال راهیسي د بریښنا سپمول دی، همداسي تعقیبیږي.

https://p.dw.com/p/1II4d
د ساعت اړولو سمبول
انځور: Colourbox

په جرمني کي د دوبي یا ژمي ساعت د تغییر پر وخت د دغه کار د پلویانو او مخالفینو ترمنځ تل ډیر تاوده بحثونه کیږي. دواړي خواوي هڅه کوي چي د معتبرو اسنادو او نوو ارقامو پر اساس، تر نورو خپل نظر ته برتري ورکړي.

خو مسوول کسان بیا پرته له دې چي د هغوی بحثونو ته کومه پاملرنه وکړي، په ټاکلي ورځ ساعت ته تغییر ورکوي یعني یو ساعت مخکي او یا یې هم شاته کوي او په دې ډول دغه ډول بحثونو ته د پای ټکی ږدي.

د مخالفینو زياتېدل

سږ کال هم له معمول سره سم د «فورسا» په نامه یوه تحقیقاتي بڼسټ د صحي بیمې DAK په سپارښتني د نظر پوښتني نتایج خپاره کړل چي پکښې د مخالفینو شمیر د زیایتدو خبر ورکول سوی دی.

په جرمني کي ۷۴ سلنه کسان په دې نظر دي چی د دوبي او ژمي د ساعت تغییر له دې کبله چی د انسان پر صحت منفي اغېزه کوي، یو غیرمنطقي کار دی. په دې ترڅ کي۸۰ سلنه ښځي او ۶۸ سلنه نارینه د دوبي ساعت له بدلون سره مخالفت کوي. په تیرو درو کلونو کي د مخالفینو شمیر ۶۹ سلنه وو.

د زیاترو هغو آلمانانو له پاره چي عمرونه یې تر ۳۰ کلونو کم دي او په دغه نظر پوښتنه کي یې برخه اخیستې ده، د ساعت تغییر دومره اهمیت نه لري، دا ځکه چي دا کار د هغوی پر جسمي او روانی حالت باندي کومه اغېزه نه کوي.

له ۱۴کلنۍ تر ۲۹ کلنۍ پوري کسانو بیا۶۰ سلنه غواړي چي دا کار دي نور نه کیږي. خو هغه کسان چي عمرونه یې تر شپیتو زیات دي، ۷۶ سلنه د دې کار مخالف دي. د جغرافیايي موقیعت له کبله هم ځیني توپیرونه موجود دي، د آلمان په شرقي ایالتونو کي۸۰ سلنه پوښتل سوي کسان له دې کار سره مخالفت لري.

بې نتیجې بحثونه او پلټني

د YOU Gov په نامه بڼسټ له خوا د پلټنو نتیجه ښيي چي د اونۍ په پای کي د ساعت اوښتل ، هغوی له کوم مشکل سره نه مخامخ کوي. له دغو کسانو څخه پوښتني په دې ډول سوي وې: «د اونۍ په پای کي یو ساعت مخ ته سوی وو او په دې ډول مو شپه یو ساعت لنډه وه، آیا له دې کبله تاسي کوم څه احساس کړل؟» ۵۵ سلنه کسانو دغي پوښتني ته د «نه» جواب ورکړ، ۳۹ سلنه کسانو د «هو» او پاته نور بیا مطمئين نه ول.

۳۶ کاله مخکي، کله چي په آلمان کي د اول وار له پاره په پسرلي او مني کي ساعتونه واوښتل ، د انرژۍ لگښتونو په هکله تاوده بحثونه راپورته سول. د دغه کار پلویانو ویل چي دا کار به د شپې له خو برق وسپموي، ځکه تر ډیره وخته روښنايي وي. خو د نورو پلټنو نتایجو بیا وښودل چی په پسرلي او مني کي د سهار له خوا تیاره اوهوا یخه وي، نو خلک مجبور دي چي د ځان گرمولو او روښنايي له پاره ډیره برېښنا کاروي.