1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د خارجيانو ضد مظاهرې او سېلانيان

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

د آلمان دریسدن ښار چې د ښایسته کریسمس مارکیټونو او لرغونو تعمیرونو په لرلو سره مشهور دی اوس د خپل د شهرت د بقا په اندیښنه کې دی. هره دوشنبې ورځ په دې ښار کې د پیګیدا ډلې له خوا د مهاجرو او کډوالو پر ضد مظاهرې کیږي.

https://p.dw.com/p/1HIGU
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د دې ښار د سیاحت فدراسیون مشر یوهانیس لوهمیر، وایي: «په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د آلمان تر اتحاد وروسته اوس دا ښار د تر ټولو زورورو کړکیچونو شاهد دی.»

له يوه کال راهیسې دا ښار د دې له پاره د خبرونو سرلیک جوړوي چې په دې ښار کې پيګیدا (لویدیځ د اسلامي کولو پرضد د اروپايي وطنپرستانو غورځنگ) خپل کار پيل کړی او د هرې دوشنبې په ورځ مظاهرې کوي.

د پخواني ديموکرات آلمان تر ټولو لوی ښار چې دریسدن دی د مهاجرو پر وړاندي د ناوړه چلن یو مثال ګرځیدلی دی، چې د آلمان په نورو سیمو کې حالات داسي نه دي او خلکو په ډیره مینه مهاجرو ته ښه راغلاست ویلی دی.

لومیر په چټکتیا سره وویل: «سره له دې چې د بوکنګ [په هوټلونو کې د کوټو نیولو] کچه ټیټه شوې ده خو د سیاحت سکتور له پاره حالات کړکیچن نه دی.»

د سیاحت سکتور دریسدن ښار ته هر کال یو ميلیارد یورو ګټي او ۲۰ زره وظیفې منځ ته راوړي. دې مصری الاصله آلماني وویل: «سیلانیان لا هم شته او مراسم هم تر سره کیږي خو د کوټو په نیولو کې کمښت موږ په اندیښنې کړي یو.»

سیلانیان او مظاهرې

په لومړي نظر کې هر څه عادي ښکاري او سیلانیان په زاکسن ایالت کې د فراوین کيرشه (کلیسا) مخې ته عکسونه اخلي. دریسدن هغه ښار دی چې په دوهمه نړیواله جګړه کې ویجاړ شوی وه او د آلمان تر اتحاد وروسته پرې ډیري پیسې مصرف شوي، څو دغه ښار بیرته جوړ شي.

بریګت او فرانک روفالسکي چې د آلمان د دسولدورف سیمې اوسیدونکي دي دریسدن ښار ته د سیل له پاره تللي وه او د دوشنبې په ورځ یې د پیګیدا د مظاهرې له پیل څخه څو ساعته وړاندې خپل د واده لومړۍ کلیزه لمانځلې ده. بریګت وویل: «زموږ له پاره دریسدن یو رومانتیک ځای دی، موږ بې له کومي اندیښنې دلته راغلو.» همدا راز فرنک وايي: «موږ یوازي په هوټل کې دا پوښتنه وکړه چې له کومو سړکونو څخه ځانونه ليري وساتو.»

خو ډير نور خلک دي چې دې ښار ته له راتګ څخه ډډه کوي، د سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په دې ښار کې د شپې له خوا د خلکو په پاتېدلو کي ۲،۳ سلنه کمښت راغلی، خو نورو ښارونو ته د خلکو د تګ کچه لوړه شوې ده. دغه ښار ته د آلماني سیلانیانو د تګ کچه ۴،۲ سلنه کمه شوې ده.

لوهیمر وايي چې د سیلانیانو د شمیر د کمښت لامل پیګډا غورځنګ دی او همداراز د آلمان رسنیزيي شبکې چې د پیګیدا سره ډيره علاقه لري.

کریسمس او نوی کال – د دریسدن ښار له پاره یوه هیله

د سیاحت سکتور چې تر فشار لاندی دی اوس د کريسمس مارکیټ په پرانیستلو سره به بیرته رونق پیدا کړي. دا مارکیټ د نومبر میاشتې په اخري اوونۍ کې د ۵۸۱ ځل له پاره پرانیستل شو.

بیتینا بونګې د دریسدن ښار د بازاریابي مسئوله ده چې دې ښار ته د خلکو د راتګ له پاره یې «په دریسدن کې د جادويي مني» په نامه یو کمپاین پیل کړی دی وايي: «د اوونیو په اخرو ورځو کې ټول هوټلونه ډک دي.»

خو سیاحت یوازنی سکتور نه دی چې اندیښنې لري، د دې ښار پوهنتونونه او پلټنیز انستیتونه هم په اندیښنه دي.

پروفیسر هانز مولیر شتاینهاګین، د دریسدن ښار د تخنیکي پوهنتون مشر (TUD) وايي چې هغه د ښار حالاتو اندیښمن کړی دی او ویریږي چې د دې حالت دوام د دې لامل و نه ګرځي چې بهرني زده کوونکي د دې ښار په پوهنتونونو کې له شامیلدو څخه ډډه وکړي.

هغه وايي: «پخوا د دریسدن ښار محبوبیت په نړیواله کچه یوه شتمني وه خو اوس حتی په کوریا کې هم زموږ همکاران په اندیښنه دي.»

سربیره پر دې چې TDU ۱۸ سلنه بهرني زده کوونکي لري خو اوس یو شمیر شاګردان دې پوهنتون ته له راتګ څخه ډډه کوي.

هغه دا تائيدوي چې TUD له پیله د پیګیدا په ضد خپل موقف په وار وار سره اعلان کړی دی او د دې ښار له نیم میلیون کسانو څخه ۹۹ سلنه یې له پيګیدا سره مظاهرې یو ځاې نه کوي.

مکسیکويي بیولوژي پوهي تاتاینا سندوال ګزمان چې له تیرو شپږو کلو په دریسدن ښار کې اوسیږي هم په دې ښار کې د ژوند پر مثبت اړخ تاکید کوي.

له مهاجرو سره د همدردۍ ښودلو سربیره هغه وايي: «له پيکیدا غورځنک سره د دریسدن ښار د خلکو برخورد زه متعجبه کړې یم. دا د مظاهرو پر ضد د مظاهرو برخورد ډیر له معنی ډک دی.»

د دریسدن ښار د بازاریابۍ دفتر ویانده وایې: «موږ به خپل محبوبیت یو ځل بیا لاس ته راوړو خو دا وخت ته اړتیا لري.