1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د جهاديانو کورنيو ته مشورې ورکول

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ شهریور ۱۷, دوشنبه

له آلمان څخه يو شمېر افراطي مسلمان ځوانان د جهاد په نيت سوريې، عراق او د نړۍ نورو سيمو ته تللي دي. د دغو ځوانانو کورنۍ د خپلو اولادو له دغه کار څخه سخت رنج وړي او نه پوهيږي چي څه وکړي.

https://p.dw.com/p/1D8mZ
انځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کي اوسېدونکی يو ځوان د جهاد په نيت د آلمان څخه دباندي ولاړی. دغه ځوان په مصر کي د جهاديانو په بېلو بېلو روزنيزو کمپونو کي تربيه تر لاسه کړه او کله کله به يې خپل مور او پلار ته د انټرنټ له لاري پيغامونه او برېښناليکونه لېږل.

د دغه ځوان کورنۍ سمدلاسه تر فاميل دباندي د مشورې ترلاسه کولو هڅي پېل کړې او د حيات يا ژوند په نوم مرستندويې پروژې سره يې اړيکي ونيولې.

د دغي پروژې همکاران له تندلاريتوب څخه د وتلو د لارو چارو د لټولو کارپوهان دي. همدا وو چي د جهادي ځوان کورنۍ د دغو کارپوهانو او مشاورينو سره په ګډه د خپل زوی ټول پيغامونه يووار بيا ولوستل چي په دې توګه د کارپوهانو په مرسته ورته مناسب جواب وليکلای سي.

«کورنۍ تا او ستا عقېدې ته احترام نه لري»

د حيات پروژې يو مشاور ډانيل کيولر وايي چي افراطيان جلب سوو ځوانانو ته داسي تبليغ کوي چي حتی د هغوی خپل مور او پلار لا ورته د هغوی دُښمنان معرفي کوي.

نوموړی وايي چي دغو ځوانانو ته په غوږو کي داسي څه ورکول کيږي: «حتی ستا خپله کورنۍ به ستا عقيدې او ستا شخص ته احترام ونه لري، او هڅه به وکړي چي تا له دغه ځای څخه وباسي.»

دانيل کيولر وايي چي په دا ډول خبرو اسلامستان کوښښ کوي چي دغه جهادي ځوان د خپلي کورنۍ څخه پردي کړي. د نوموړي ځوان په موضوع کي د حيات پروژې مشاورينو د هغه مور او پلار ته دا مشوره ورکړه چي له زوی سره تماس وساتي او په حوصله د هغه خبرو ته غوږ ونيسي.

کله چي دغه ځوان ته د خپلې سخت دريځۍ په تړاو شک پيدا سو نو يې مور او پلار مشوره ورکړه چي لومړی ځان له دغه هيواد څخه وباسي او په يو قرار ځای کي پر ټولو موضوعاتو په سړه سينه فکر وکي. په رښتيا هم دغه ځوان د مصر او د روزنيزو کمپونو څخه ليري بل هيواد ته ولاړ، هلته يې واده وکړ او هلته ژوند کوي. نوموړی اوس هم د خپل مور او پلار سره تماس لري.

«مور او پلار په اسلام کي ډېر لوی مقام لري»

دانيل کيولر وايي چي دوی د تندلاري سوو ځوانانو کورنيو ته اسلامي دلايل ورښيي چي له خپلو اولادونو سره يې مطرح کړي. لکه نوموړی چي وايي: «د اسلام د پيغمبر يو حديث دی چي وایی جنت د مور تر پښو لاندی دی. که څوک مسلمان وي نو بيا پردې سترګي نه سي پټولای چي والدين او په زياته بيا مور په اسلام کي ډېر زيات مهم او لوړ مقام لري.»

د حيات په نوم دغي پروژې کارکوونکي وايي چي دوی ته د تليفون ورکوونکو شمېر دومره زيات دی، چي دوی نه په رسيږي او له عادي او پلان سوي حالت څخه دوه درې چنده زيات کار کوي.

په آلمان کي دننه د حيات په نوم دغه پروژه دومره بريالۍ ده چي اوس په بريتانيا کي هم ورته پروژه رامنځ ته سوې ده. د دې تر څنګ د اروپا نورو هيوادونو هم دغه ميتود ته لېوالتيا ښودلې ده.

د حيات پروژې يو مهم شعار دا دی، چي وايي له افراطيت سره مخامخ کسان او يا د هغوی کورنۍ بايد د مشورې له پاره يو څوک ولري چي له هغوی سره مرسته وکولای سي او نه دا چي له خپلو ستونزو او پوښتنو سره يوازي پاته وي.