1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د بېکارانو ډيره برخه بهرنيان جوړوي

۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17Q4R

په جرمني کښي د جارجي ريښې درلودونکې هره دوهمه مور بېکار ده. خو بیا برعکس ۷۲ فيصده المانۍ مندي کارونه لري. دا د مسلکي قواوو په اړه د جرمني د حکومت د هغه تازه رپوټ څخه معلومیږي چي د دوسلډورف په یوه ورځپاڼه کښي نشر سوی دی. لکه څرنګه چي ورځپاڼه کاږي، د کال په اخر کښي د جرمنيانو په مقایسه په خارجیانو کښي بېکاري دوه چنده وه. تقریباً۷۰ فيصده ثبت سوو ټولو بیکارو خارجیانو، مسلکي پیژندل سوي مسلکي او تحصیلي اسناد نه درلودل. ورځپاڼه دهمدغه رپوټ پراساس لیکي چي بېکاره خارجیان باید د کار بازار ته لار پیدا کړي او په دې لار کښي ډیر کوښښ تر سره سي.