په آلمان کي دوه تنه موټر چلوونکي د افغانانو د قاچاق په تور نيول سوي دي
۱۳۹۲ آذر ۷, پنجشنبهپه داسي حال کي چي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۶) دغه دوه تنه موټر چلونکي ځانونه په جنايي جرم تورن نه ګڼل او ويل يې چي دغه کار يې د انساني مرستي په خاطر کړی دی، پوليس فکر کوي چي دا يو سازمان سوی کار دی او دوی به دغه انسانان د پيسو په بدل کي انتقالول. دواړه نيول سوي کسان اوس بنديان دي.
پوليسو ويلي دي چي د «Piding» د کنترول مرکز ته نژدې دغو لسو تن نيول سوو افغانانو هيڅ راز شواهد نه لرل. د معلوماتو له مخي په دغو کسانو کي ۶ تنه يې د ۱۸ او ۳۵ کلونو تر منځ دي او څلور تنه نور يې قانوني سن نه دی پوره کړی، چي د ۱۰،۱۴،۱۶او ۱۷ کلونو تر منځ دي.
د لومړيو معلوماتو له مخي داسي ښکاري چي له افغانستان څخه اتريش او بيا آلمان ته په قاچاق سره د څو اوونيو پر اوږده سفر باندي د يوه تن پر سر له ۴۵۰۰ تر ۹۰۰۰ يورو پوري مصرف راځي.
د پوليسو د معلوماتو له مخي دغه موټر چلوونکي چي د انسانانو د قاچاق په تور نيول سوي دي د دوی د انتقال په برخه کې په سوونو يورو تر لاسه کړي دي.
د «فرای لاسينګ» سيمي د پوليسو په پلټنو کي د يوه نيول سوي موټر تر فرش لاندي د هنګري هيواد د سياسي پناه کارتونه موندل سوي دي. د دغو کارتونو يو شمېر يې دغو افغانانو ته ځانګړي سوي ول.
داسي ښکاري چي دوی دي په دې وروستيو کي لومړی په هنګري کي د سياسي پناه غوښتنليکونه ورکړي وي.
د مونشن د پوليسو رياست په ويب پاڼه کي راغلي دي چي د دغو نيول سوو افغانانو دوه تنه يې چي ۱۰ او ۱۴ کلن دي د دغه ايالت د ځوانانو دفتر ته سپارلي دي او نور اته تنه بې له اجازې د آلمان خاوري ته ورننوتلي مسافر په مونشن کي د نوم ثبتولو دفتر ته لېږل سوي دي.
په آلمان کي د هغوی د پاتېدلو په هکله به د پناه ورکولو چارو ادره تصميم نيسي. د دواړو موټر چلوونکو يا هنګري هيواد د اتباعو د موقت پاتېدو خبره د لاوفون سيمه ييزي محکمې حل و فصل کړې ده.
دواړه موټر چلوونکي بايد د محکمې تر پريکړي پوري د «باد رايشنلند» و تحقيقي زندان ته ولېږل سي.