په آلمان کي به په خاصو امنتي تدابيرو لاس پوري نسي.
۱۳۸۶ آبان ۳۰, چهارشنبهاعلان
د آلمان د پوليسو د جنايي ادارې BKA مشر Joerg Ziercke ويلي دي آلمان به ددغه ويډيوي فلم په خپرولو سره ډير امنيتي تدابير و نه نسي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير ولف ګانګ شايبله هم ويلي، چي موږ بايد بيداره و اوسو خو د خاصو امنيتي تدابيرو د نيولو له پاره کومه اړه نه سته.
د نړيوالي اسلامي خبري رسنيو د جبهې په نامه د تندلارو اسلامي ډلو لخوا په خپاره سوي فلم کي ويل سوي دي، چي تراوسه په آلمان او اوطريش کي د ترورستي حملو څخه ډډه سوې، او داهم ويل سوي، چي د افغانستان څخه دی آلماني عسکر وايستل سي.