1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آسيا کښي رسنۍپه سرعت سره وده کوي

۱۳۸۷ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

دډله ايزو خبری رسنيو انکشاف ښايی دنړۍ په هيڅ يوه بله سيمه کي...

https://p.dw.com/p/EBvb
دبن په سمينار کښي د پيښور د پوهنتون څخه استادسيد شاه جهان
دبن په سمينار کښي د پيښور د پوهنتون څخه استادسيد شاه جهانانځور: GMF

دومره دهيجان وړ نه وی ، لکه په آسيايی هيوادونو کي .

ددغي خبري دثبوت دپاره مثالونه او بيلګي په بن کی ددويچی ويلي دآلمان ږغ په تالار کی دډله ايزو خبري رسنيو په نړيوال کنفرانس کی وړاندي شوی دی :

دآسيا دوچي په ډيرو برخو کی ژورناليستان په خطر کی ژوند کوی . دغه حقيقت دهغه رپوټونو څخه څرګنديږی چی بې سرحده خبريالانو دسازمانو له خوا خپاره سوي دي . په همدی نژدې ورځو کی دتلويزيون يو خبريال دسريلانکا په هغه سیمو کی وژل سوی ، چيري چی کورنۍ جګړې رواني دی . په چين کی حکومت انترنيت انحصار کړیدی ، ترڅو چی دانترنيت د لاری دداليلاما پلويان ونسي کولای ، خپل نظريات او دريځونه خپاره کړی .که څه همد اقتصادی لحاظه ډير پرمختګونه په آسيایی هيوادونو کی ليدل کیږی ، خو بيا هم دمطبوعاتو او دخبری رسنيودآزادی اصطلاح په ډيرو آسيایی هيوادونو کی يوه پردۍ اصطلاح ده . خو د بله طرفه داخبره هم دلته ديادوني وړده چی دبريښنايی ډله ايزو خبری رسنيو دډيري ودي له امله لکه تلويزيون ، راډيو او انترنيت په ډيرو هيوادو کی داهيلي پياوړي کړی چی ، دډیموکراسی پروسه به ارو مرو دميديا په مرسته پرمخ ځی ، دبشري حقونو درعايت او دبډی اخيستلو او اختلاص پر ضد به مبارزه کيږی . زموږ خبريال تو ماس پدې اړه وايی :

په آسيا کښي طبعا سړی دانسي ويلای چی دډله ايزو خبري رسنيو انکشاف ، وده او وضع به په ټولو هيوادو کی يو خيل ته وی . خوبيا هم سړی ويلای سی چی په دغه وچه کی دډله ايزو خبری رسنيو په برخه کی يو ورته والی ليدل کيږی ،او هغه داچی په دغه وچه کي ډله ایزي خبری رسنۍ ورځ په ورځ پراختياپيدا کوي . دخبری رسنيو سينګاپوری عالم : Indraghat Banerjee

وايی چی :

په آخرنيو مياشتو کی چين دآمريکی دمتحده ايالتونو څخه دانترنيت داستعمالوولوپه برخه کی مخکي سوی دی . په چين کی 220 مليونه وګړی دانترنيت څخه کار اخلی . په هند کی په هره مياشت کی دموبايل تيلفون دلرونکو په شمير کی 9 ملیونه زياتوالی راځی .دهند دفلمونو دکتونکو شمير په کال کی 3 ملياردوکسانو ته رسيږی .

سړی وينی چی په آسيايی هيوادونو کی دنوی ميدیا تخنيکی وسايل په ډيري چټکۍسره پرمخ ځي . چی په عين وخت کی سړی ويلای سي چی دکنترول په عنعنوی وسايلو سره ددغه انکشاف څارنه به هم آسانه کار نه وی .

دجنوب ختيځۍ آسيا دډله ايزو خبری رسنيو دچارو کار پوه Drew McDaniel

داندونيزيا او ماليزيا څخه مثال راوړی او وايی چی په دغه هيوادونو کی ډله ايزی خبر ی رسنې چی ددولت ترکنترول لاندی دی ، بيا هم ددغه رسنيو دتبليغاتو د لاری په دغو هيوادو کی دقامی لانجو دکمولو پر خوا اغيز من ګامونه اخيستل سوي دي .

دی وايي چي :

ډله ايزو خبر ی رسنيو په دې لاره کی يو اساسی نقش بازي کړی، چی په هيواد او ټولنه کی بيرته ، يوالی راسي .

بيرت لاين پخپله مقاله کی وايی چی روان عصر دزتالايت او انترنيت عصر دی او دا به ګران کاروی چی يو دولت وکولای سي ددی څارنه وکړی چی خلک څه شی وګور ی او څه شی ونه ګوری .

ډله ايزی خبری رسنی کولای سی په يوه هيوادکی ډيرمثبت نقش بازي کي ،او ديوه څلورم ځواک په حيث په ټولنه کی د رشوت خوړلو او نورو اداری او ټولنيزو فسادونو سره مبارزه وکړی خو کيدای سي چی منفی نقش هم ولوبوی که چيری دغه ډله ايزی رسنی دټولنی دوران کارو متنفذينو په خدمت کښي وي .