په آسيا کي د ۲۰۱۳ کال د مسيحي مېلاد اختر
د دسمبر مياشتي پر ۲۴ نېټه هر کال په نړۍ کي د کريسمس جشن لمانځل کيږي. د مسيحي مېلاد اختر په آسيا کي هم لمانځل کيږي
د پاکستان د ۱۸۰ ميليونه نفوس په سلو کي نزدې دوه سلنه مسيحيان دي. سږ کال د دغي هيواد امنيتي ادراو د افراطيانو د بريدونو په اړه خبر داری ورکړی دی.
په پاکستان کي د بريدونو د ترسره کولو سره سره بيا هم په دغه هيواد کي د مسيحي مېلاد اختر لمانځلو ته دوام ورکړل سوی دی.
د نړۍ ډېر اوسېدونکي د مسيحي مېلاد اختر د پخلايني له پاره يو ښه چانس ګڼي.
د آلمان دغه پوځياني او پوځيان له خپلو کورونو څخه په زرونو کيلومتره ليري په مزار شريف ښار کي د مسيحي مېلاد اختر لمانځي.
د فليپين په تاکلوبان ښار کي چي څه موده دمخه «هايان» توپان سخت وځاپه د کريسمس ونه درول سوې ده. البته دغه ونه د اوسپني له سيخانو څخه جوړه سوې ده، ځکه په دغه ښار کي د کريسمس طبيعي وني توپان له بېخه ايستلي دي.
په اندونيزيا کي دغه «بابا نويل» تر اختر دمخه د درياب پر څپو باندي په لوبو کولو سره مسيحي مېلاد ته ښه راغلی وايه.
د چين د ليايونينګ ايالت دغه وګړي سږ کال د مسيحي مېلاد اختر پر يوه يخ وهل سوي رود باندي په نځاوو او ځغاستو سره لماانځي.
د چين دغو ماشومانو د مسيحي مېلاد اختر په ورځو کي د مور او پلار له خوا د ډاليو په لاس راوړلو ته ډېره خوشحالي کړې او اوس په ډاليو د ترلاسه کولو په تمه دي.
د تايلنډ مظاهره کوونکي حتی د اختر په ورځ دې ته ترجيح ورکړې ده چي د اوسنۍ حکومت پر ضد خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.