په آرلند کې مظاهرې روانې دي
۱۳۹۱ دی ۱۹, سهشنبهاعلان
په شمالي آیرلند کې د بیرغ پورته کولو د شخړې له کبله له پنځو ورځو راهیسې د دې هیواد په پلازمینه بلفاست کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ اخو ډب رامنځ ته کیږي.
په دې ترڅ کې څه نا څه ۲۰۰ برتانوي پلوه مظاهره کونکو د بنزیني بمونو او نورو اور اچوونکو وسایلو په مرسته پر امنیتي قواوو باندې بریدونه کړي دي. خو پولیسو پر دغو کسانو باندې اوبه پاشلي دي.
تر دې مخکې د ایرلند پولوو سياستوالو پر ضد یوه سوله ییزه مظاهره په لاره اچول شوې وه. مظاهر کوونکو پر هغې پریکړې چې برتانوي بیرغ دې یوازي د کال په څو مهمو ورځو کې پورته شي، نیوکې کولې.
برتانوي پلوه مظاهره کوونکي چې له دسمبر میاشتې راهیسي د دغې پریکړې پر ضد مظاهرې کوي ویره لري چې په دې ترتیب به ورو ورو له برتانیې څخه د شمالي آیرلند د جلاکیدو له پاره لاره هواره شي.