1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنیتا: د افغانستان جګړه مو ګټلې

۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبه

لیون پنیتا د چهار شنبې په ورځ وویل چي امریکا د افغانستان جګړه ګټلې ده. پنیتا په داسې حال کې د افغانستان د جګړې د کټلو خبره کوي چي امریکایي ځواکونه له دغه هیواد څخه د ۲۰۱۴ کال تر پايه وزي.

https://p.dw.com/p/13Sgp
لیون پنیتا اوس د افغانستان په سفر بوخت دی
لیون پنیتا اوس د افغانستان په سفر بوخت دیانځور: dapd

پنيتااوس مهال په افغانستان کي دیترڅو په دغه هيواد کي د خپلو ځواکونو څخه ليدنه وکړي. د پلان له مخي به د راروان کال ترمني پوري امريکا له فغانستان څخه خپل ۳۳۰۰۰ سرتيري وباسي او خپل ډيرپام د افغان ځواکونو روزني ته واړوي.

هغه د پکتيکا په ولايت کي د خپلو ځواکونو څخه د ليدني پر مهال وويل،چي متحده ايالات په افغانستان کي پرسم لوري روان دي اوهلته يېد نړۍ يوه سخته جګړه ګټلېده.

د روان کال د اکتوبر په مياشت کي متحده ايالاتو اعلان وکړچي په تيرو پنځو کلونو کي د افغانستان په تاوتريخوالي کي کموالیراغلی.

پنيتاد امريکايي ځواکونو سره په خبرو کي وويل چي امريکا لا تر اوسه هم په افغانستان کي د ننګونو سره مخامخ ده خو دغه هيواد به ننګوني له منځه يوسي. هغه زياته کړه چي متحده ايالات به وتوانيږي چي په افغانستان کي داسي يو حکومت چي د خپل هيواد او ځان څخه ساتنه و کولای شيجوړکړي:

«موږبه ځان په دېمطمين کړو چي طالبان و نه شي کولای يو ځل بيا افغانستان ته ستانه شي او دا چي القاعده يو ځل بيا په دغه هيواد کي ځانپه امن کي احساس نه کړي.»

هغه همداراز تينګار وکړ چي پاکستان هم بايد د تروریستانو د پټنځايونو د له منځه وړلو له پاره جديګامونه پورته کړي. پنيتا امرکايي ځواکونو ته په خطابکي وويل:

«تاسو د حقانيډلي په وړاندي په افغانستان کي جګړه کوئخو هغوئ له پاکستان څخه راځي، په افغانستان کي بريدونه تر سره کوي او بيا بيرته دغه هيواد ته ستنيږي. پاکستان مسئوليت لري چي د دغو ياغيانو د پټنځايونو د له منځه وړلو له پاره جدي اقدامات وکړي.»

پنيتا په خپلو خبرو کي ويلي دي چي د امريکا او پاکستان تر منځ اړيکي مغلقي دي. دا په داسي حال کي ده چي پنيتاپه افغانستان کي د سولي د راوستلو له پاره د پاکستان د ملګرتيا پرارزښت ټينګار کړیدئ.

پنيتا ويليديچي په افغانستان کي د سولي د راوستو له پاره،په پاکستان کي د سولي راوستل ضروري دي.

پنيتا افغانستان ته د خپل سفر پر مهال خبريالانو ته وويل چي هغه هيله لري متحده ايالات له افغانستان سره اوږد مهاله اړيکي وساتي. هغه زياته کړېچي امريکا په افغانستان کي خپله ډيره وينه بهولېده او اوس به دغه هيواد يوازي پرېنږدي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل