1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنځوس زره سوریایې مهاجر د اردن په صحرایې سیمه کې بند پاتې دي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د اردن په صحرایې سرحدي سیمه کې نږدې پنځوس زره سوریایې مهاجر بند پاتې دي. د سوریایې مهاجرو د هجوم په پام کې نیولو سره د اردن حکومت د جنوري په میاشت کې د خپلو پولو امنیتي کنترول سخت کړ، چې له امله وضعه ډیره خرابه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1IYZS
Syrische Flüchtlinge an jordanischer Grenze
انځور: Getty Images/AFP/K. Mazraawi

فرانسې خبري اژانس د پیټرا سیمه ېېزې رسنې په حواله ویلي دي چې د اردن په سرحد کې د مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی، چې له کبله یې یوه نوې بحراني وضعه رامنځته شوې ده.

حکومتي ویاند محمد مومني ویلي دي چې د هدالت او روکبان سرحدي پوستو په منځ صحرايې سیمه کې د را ټول شوو سوریایې مهاجرو شمیر ۵۰۰۰۰ ته رسیدلې دی. مومني ویلي دي چې د دغو کسانو شمیر د ډیریدو له کبله وضعیت ډیر زیات خراب شوی دی.

د جنوري په میاشت کې په دغه سیمه کې د حصار پاتې شوو کسانو شمیر یوازې ۱۶ زره وو. په هغه وخت کې هم د اردن حکومت پر نړیوالې ټولنۍ غږ کړی وو چې مهاجرو ته د اسانتیا برابرولو په برخه کې دې له اردن سره مرسته وکړي.

د مومني په خبره د ډاډمن امنیتي وضعیت په خاطر له سوریې سره په سرحدي سیمو کې امنیتي اقدامات سخت شوي دي. له سوریې څخه اردن ته داخلیدونکي مهاجر طبقه بندي کیږي چې له مخې یې په لومړي قدم کې سپین ږيرو، میرمنو، ماشومانو او ناروغانو ته ترجیح ورکول کیږي.

د دغه حکومتي ویاند په خبره هره ورځ ۷۵ تنه مرستندویان په نوموړی صحرایې سیمه کې د شلټر کورونو جوړولو پروگرام په جوکاټ کې د نورو مرستندویه ډلو له کارکونکو سره په گډه له مهاجرو سره مرستته کوي.

Jordanien Mohammad Momaniحکومتي ویاند محمد مومني ویلي دي د ډاډمن امنیتي وضعیت په خاطر له سوریې سره په سرحدي سیمو کې امنیتي اقدامات سخت شوي دي.
حکومتي ویاند محمد مومني ویلي دي د ډاډمن امنیتي وضعیت په خاطر له سوریې سره په سرحدي سیمو کې امنیتي اقدامات سخت شوي دي.انځور: picture-alliance/dpa

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې مشر فیلیپو گرانډي د روان کال په پیل کې ویلي وو، چې هغه د اردن امنیتي اندیښنې درک کوي، چې له امله یې د مهاجرو د ثبت او راجیستر کیدو پروسه په سستۍ سره پر مخ وړل کیږي.

اردن ویلي دي چې مخکې تر دې چې یو مهاجر ته پناه ورکړي غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې نوموړی کس خو به د کومې جهادي ډلې جنگیالۍ نه وي چې د مهاجر له نوم څخه په استفادې د دوی خاورې ته د ننوتلو اراده لري.

د همدغو اندیښنو له امله د اردن چارواکي تر سختې تالاشۍ او کنترول وروسته په ورځني حساب یوازې لسگونه مهاجرو ته اجازه ورکوي، څو د اردن خاورې ته داخل شي.

د ملگرو ملتونو د ارقامو له مخې په اوس وخت کې په اردن کې تر ۶۳۰ زره ډیرو مهاجرو پناه ترلاسه کړی. خو د اردن حکومت وایې چې د مهاجرو اصلي شمیر ۱،۴ میلیونه دی، ځکه ډیر شمیر خلکو د مهاجر په توگه ځانونه نه دي ثبت کړي.