پنځه هغه شیان چې میلمانه یې په اروپا کې له هوټلونو پټوي
داسې فکر کیږي چې د ښکلو او لوکسو هوټلونو میلمانه ډیر با نزاکته کسان وي، خو داسې کسان هم شته چې د هوټل د خونو له شیانو څخه خپل بکسونه ډکوي او خپلو کورونو ته یې وړي.
هنري اثرونه
له لوکس او ښکلو هوټلونو څخه د هنري اثرونو او انځورونو ورکیدل یوه لویه ستونزه ده. د یوې څیړنې له مخې ۳۴ سلنه پنځه ستورو هوټلونو ویلي چې د دوی د هوټلونو له خونو څخه ځینې نقاشۍ په چټکۍ سره د ورکیدو په حال کې دي. په څیړنه کې ویل شوي چې په ارزانه هوټلونو کې د ورکیدو کچه ټیټه ده.
کمپله
د مسافرو یو بکس به څومره لوی وي چې یو څوک وکولای شي کمپلې پکې پټې کړي؟ په دې څیړنه کې د ۱۰۰۰ برخه اخیستونکو هوټلونو له جملې څخه ۵۰ سلنه یې ویلي وو چې د دوی له هوټلونو څخه کمپلې ورکې شوي دي. ۱۳ سلنو یې ویلي چې د دوی بالښتونه ورک شوي. د ارزانه هوټلونو په پرتله په لوکس هوټلونو کې د غلا پیښې پنځه برابره لوړي دي.
تلویزیون
د هوټلونو تقریباً ټولې خونې په تلویزیونونو باندې مجهزې دي خو دا چې میلمانه یې پټ نه کړي. د هوټلونو له پاره د تلویزیونونو ورکیدل یوه لویه ستونزه ده. په دې ټول پوښتنه کې پنځه سلنه هوټلونو ویلي چې د دوی تلویزیونونه ورک شوي. دا چې تلویزیونونه د هوټل په دیوالونو نصب شوي، خو بیا هم غله ځانګړې وسایل لري او تلویزیونونه پټوي.
توشکې
آیا داسې فکر مو کولو چې له هوټلونو څخه د تلویزیون او کمپلو پټول به ستونزمن وي. داسې خلک شته چې ان توشکې پټوې. په دې ټولپوښتنه کې ځینو هوټلونو ویلي چې د شپې پر مهال د دوی ځینې توشکې په لفټ کې د میلمنونو موټرونو ته انتقال شوي. په دې سروې کې پنځه سلنه هوټلونو د توشکو له وکیدو شکایت کړی.
پیانو
تر ټولو خرابه غلا د ايټالیا په یوه هوټل کې شوې. د دې لوکس ایټالیايي هوټل له صالون څخه یوه پیانو په نا څاپه توګه ورکه شوې. درې نا پیژندو کسانو دغه پیانو له هوټل څخه بیرون کړې او د سړک په لور یې انتقال کړې ده او بیا وروسته دغه پیانو هیڅ نه ده لیدل شوې. خو ښه خبر دا دی چې له دې هوټل څخه یوازې همدا پیانو غلا شوې.