پنځه تنه افغان سرتیري ووژل شول
۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبهاعلان
چارواکو د چهار شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په کونړ ولایت کې د سه شنبې په ورځ د سړک د غاړې یوه ماین او یوه ځانمرګي برید پنځه تنه افغان سرتیري ووژل.
د چارو په خبره لومړی د سړک د غاړې ماین وچاودید او کله چې سرتیري له خپل موټر څخه راووتل نو ځانمرګي برید کوونکي د هغوي په لور منډه کړه او خپل ځان ئې وچاوه.
دغه پېښه د کونړ ولایت په مانوگی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.