پنټاګون: د وسله والو محفوظ پټنځايونه په پاکستان کي دي
۱۳۹۰ آبان ۷, شنبهد امريکا د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي په افغانستان کي د ثبات او ټيکاو په لاره کي تر ټولو ستر ګواښونه په پاکستان کي د وسله واله لپاره محفوظه ځايونه دي. زياته سوې چي دغه محفوظ ځايونو د افغان حکومت تر څنګ په مجموع کي د ناټو د ماموريت لپاره ګواښونکي دي.
نوموړي معلومات د پنټاګون په هغه نيم کلني راپور کي راغلي دي چي د امريکا و کانګرېس ته يې وړاندي کړی دی. په راپور کي راغلي چي د تېر کال په پرتله په مجموع کي په وسله والو بريدونو کي پنځه فيصده کمښت راغلی خو د های پروفايل يا جګړپوړو وژونکي بريدونو شمېر زيات سوی دی.
د رویترز خبري آژانس د پنټاګون د راپور په حواله ليکلي دي چي افغان او بهرني ځواکونه په دې توانېدلي دي چي د طالبانو د پسرلي او مني عمليات تر زياتي کچي ودروي خو وسله وال بيا هم په بېرته منظم کېدو کي بريالي سوي دي. د راپور له مخي طالبان بيا پدې توانېدلي دي چي خپل پخواني جنګي شکل ته ځان ورسوي.
د پنټاګون راپور زياته کړې ده چي بهرنيو ځواکونو په تيرو مياشتو کي د امنيتي اړخه يو شمېر لاس ته راوړنې درلودلې دي چي له کبله يې په افغانستان کي و افغان ځواکونو ته د واک د لېږد پروسه ممکنه کړېده. خو راپور دا هم وايي چي پاکستان سره د افغانستان په ځینو پولو کې په وسله والو بريدونو کي زيات والی راغلی دی. زياته سوې چي وجه يې دا ده چي په پاکستان کي د وسله والو لپاره محفوظه پټنځايونه سته او وسله وال د دغه محفوظه ځايونو څخه په ګټه اخيستنه پر افغانو سيمو بريدونو کوي.
راپور زياتوي چي د افغانستان په لوګر ولايت کي په تاوتريخوالي کي ۷۶ فيصده زياتوالی راغلی او د وردګو په ولايت کي ۱۹ او د غزنې په ولايت کي په وسله والو بريدونو کي ۱۱ فيصده زياتوالی راغلی دی.
د پنټاګون د راپور له مخي په پاکستان کي پراته محفوظ پټنځايونه د وسله والو سره ډیره زياته مرسته کوي او هغوی قوي کوي. په راپور کې راغلي دي چې په نژدې وختونو کي دغه محفوظ ځايونه ډېر خطرناکه سوي دي او د ناټو لپاره هم لوی خطر دی.
راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان په خپلمنځي اړيکو کي بهتري راغلې ده خو يو شمېر داسي واقعات هم سوي چي له کبله يې شخړي هم رامنځ ته سوي دي.
د سياسي پلوه د پنټاګون دغه راپور د اوباما لپاره د ښه خبر معنی نه ورکوي ولي چي په راتلونکي کال کي په امريکا کي د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کېدونکي دي. په عيني حال کي اوباما په پام کي لري چي د سپتمبر ۲۰۱۲ پوري د افغانستان څخه زيات عسکر وباسي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش